اشرف غني: د افغانستان له اوسني وضعيت څخه د وتلو يوازينۍ لار ملي اجماع ده

د پرځول شوي جمهوري دولت رييس اشرف غني

د افغانستان د پرځول شوي جمهوري دولت رييس محمد اشرف غني د اختر مبارکۍ په غږيز پېغام کې ويلي دي، د افغانستان اوسنی وضعيت تر بل هر وخت د اندېښنې وړ دی.

ښاغلي غني د کابل، کندز او مزارشریف وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې نیوکه وکړه چې د ترهګرو روزل د ده په خبره له همدغسې ځانمرګو بریدونو او چاودنو پرته چې پکې سلګونه کسان مړه او ټپیان کېږي بله څه نتیجه نه شي لرلی.

نوموړي ويلي:"څوک چې چې څاه نورو ته کیندي اکثراً خپله په څاه کې لویږي. د انفجار او انتحار مکتب کې خلک روزل بېرته د استادانو مقابل کې استعمالیږي. او دا لړۍ دوام پيدا کوي. لار د وتلو چاودنه او بریدونه نه دي سیاسي ژور فکر او لاره د حل او د خلکو ژوند باندې اجماع په کار ده."

د طالبانو حکومت بیا تر دغو بریدونو وروسته ادعا کړې چې د امنیت په نیولو برلاسي دي او د وروستیو بریدونو عاملین به هم ژر ونیسي.

https://www.facebook.com/ashrafghani.af/videos/367434615348578

پخواني جمهور رییس اشرف غني په خپله بیګانۍ غږیزه وینا کې چې د هغه له رسمي فXسبوکه خپره شوه همدا راز اوسني واکمنان د قدرت په انحصار تورن کړل او ویې ویل چې په دې بڼې مخته نه شي تللی.

نوموړي ويلي:"قوت نیول اسان دي اما انحصار پایداره نه دی. په زور باندې افغانان قانع کولای نه شئ. ضرورت ده چې یو بل سره ټول افغانان په ملي اجماع باندې وغږیږو او د لارې یوې نقشې ته راشو چې د یو هوسا، اباد، ازاد او بې طرفه افغانستان موخې ته ورسیږو او څنګه ټول ملا وتړو چې ابادۍ او ژوند ته کار وکړو نه بربادۍ او مرګ ته"

د تېر کال په اګست کې د طالبانو په بیا واکمنېدو او د جمهوري نظام په پرځېدو سره محمد اشرف غني له کابله وتلو ته اړ شو او تر دې دمه په متحده عرب اماراتو کې مېشت دی.

ارشيف

طالبانو که څه هم سمدستي د اشرف غني د دغو څرګندونو په تړاو څه تبصره نه ده کړې خو مخکې یې ویلي وو چې د دوی اوسنی حکومت چارسمبالی یا سرپرست دی خو بیا هم دوی ټولو ته پکې ځای ورکړی دی.

د افغانستان بشري ناورین چې د میلیونو کسانو لوږه یې په سر کې ده د اشرف غني د اختریزې وینا بله موضوع وه چې ده پرې خواشیني وښوده.

محمد اشرف غني ويلي:"لنډمهال دا ضروره ده چې انساني مرستې منسجمې شي او په عادلانه توګه وویشل شي اما اصلي لاره زموږ خپله په پښو درېدل دي او زموږ عظیم بشري اوطبیعي پانګو نه په سمه توګه استفاده او ګټه پورته کول په کار دي. په دې برخه کې معلومدار زه نظریې لرم اما زما تګلاره همېشه دا ده چې ولس سره باید مشوره وشي. ځکه د افغانان جمعي عقل له فردي عقل نه اوچت دی"

ښاغلي غني ونه ویل چې څه ډول نظريې لري او په څه شکل یې د طالبانو له حکومت سره شریکوي څو له اوسني سخت بشري حالته په وتلو کې اغېزمن تمام شي.

تر دې مخکې که څه هم رد شوې خو داسې اوازې وې چې ښاغلی غني بېرته افغانستان ته ستنیږي او د اوسني بحران په مدیریت کې به مرسته کوي.

ښاغلي غني د خپلو خبرو یوه عمده برخه په افغانستان کې د تعلیم او لوړو زده کړو ته ځانګړې کړې وه او ټينګار یې درلود چې باید د زده کړو زمینه برابره شي.

هغه وويل:"آیا حدیث مبارک نه دی چې وایي د علم لپاره چین ته ولاړ شه چې هغه وخت کې د دنیا پيله وه. د ښې مرغه نه نن اسلامي هېوادونه د معارف او لوړو تحصیلاتو په برخه کې هم د هلکانو او هم د نجونو شرایطو ته د برابرولو کې له ټولو نه پرمخکې دي او ضرور ده چې له دې بریالیو تجربو نه موږ نتیجه واخلو او ځان چمتو کړو."

د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او وايي چې په دې اړه لا هم په دې بحث روان دی چې څنګه د دوی په خبره د نجونو د تعلیم لپاره ښه فضا برابره شي.

په دې برخه کې طالبان تر سخت نړیوال فشار لاندې هم دي خو لا یې د نجونو د تعلیم د اجازې په برخه کې پرله پسې غوښتنو ته غاړه نه ده اېښې.