د اوکراين ولسمشر د جي شل سرمشريزې ته غوښتل شوی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د نړۍ د ۲۰ پرمختللو هېوادونو د ډلې یا جي شل په سرمشریزه کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته بلل شوی دی.

په پام کې ده چې دا غونډه د روان کال په نوامبر میاشت کې جوړه شي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو پرون وویل چې خپل اوکرایني سیال ته یې په هغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم ګډون پکې کوي.

پوتین په دې غونډه کې ګډون تایید کړی خو د اوکراین د ولسمشر دفتر تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جي شل اکثر غړو پر اوکراین د روسیې یرغل غندلی دی خو اندونیزیا تر اوسه په دې مسئله کې بې پرې پاتې ده.