د مجاهدینو د بريا دېرشمه کليزه؛ دغه مجاهدین اوس څه غواړي؟

په کابل کې د مجاهدینو په دوره کې د خپلمنځي جګړو له امله د ويجاړې شوې دارلامان ودانۍ انځور. 12May2008

نن د ثور اتمه نېټه په افغانستان کې د پخوانیو مجاهدینو د بریا له دېرشمې کلیزې سره برابره ده.

په افغانستان د پخوانیو مجاهدینو له بریا نن دېرش کاله پوره شول، اوس ځينې دوی څه غواړي؟

پر طالبانو د یو شمېر پخوانيو مجاهدینو نیوکې او د ټولګډونه حکومت غوښتل.

د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي ګوند مرستیال محمد ناطقي وايي: "دوی نه شي کولای په دې ډول حکومت وکړي، حل لاره همغه سیاسي خبرې دي، یوه سیاسي هوکړه ده، د اصولو پر بنسټ او بیا د یوې ټول ګډونه ادارې جوړول."

د افغان مجاهدینو بېلابېل جهادي تنظیمونه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او د شوروي پلوو حکومتونو پر وړاندې تر ۱۴ کلن جهاد وروسته د ۱۳۷۱ لمریز کال د ثور په اتمه د وخت د ولسمشر نجیب الله حکومت نسکور او واک ته ورسېدل.

خو واک ته تر رسېدلو څه وخت وروسته په خپل منځي جګړو اخته شول، چې د راپورونو بنسټ په لسګونه زره کسان په کې ووژل شول او ټپیان شول او په میلیونونه نور هم کډوالۍ ته اړ شول.

او دا وضعیت د دې لامل شو، چې په ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په شپږمه طالبان واک ته ورسېږي.

هغه مهال د طالبانو په لومړني پړاو واکمنۍ کې هم د مجاهدینو مطرح څېرې نه وې شاملې او اوس هم یو شمېر دوی وايي، چې د طالبانو په حکومت کې خای نه دی ورکړل شوی.

له دې ډلې د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحق ګیلاني وايي، دا موقت حکومت دی او چې کله ټولګډونه حکومت جوړېږي باید هغه مجاهدین چې لاسونه یې د خلکو په وینو نه وي سره په کې شامل شي.

سيد اسحق ګيلاني

هغه وویل: "په یقین سره، چې پخواني مجاهدین هیڅوک له سترګو نه شي غورځولى او چې کله ټولګډونه حکومت جوړېږي، په هغې کې به د مجاهدینو برخه خامخا معلومه وي، خو هغه مجاهدین، چې لاس یې د افغانستان د خلکو به وینو ککړ نه دی."

د طالبانو حکومت د غويي یا ثور اتمه د رخصتۍ ورځ اعلان کړې خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل:" د جهاد بریا او د ثور د اتمې کامیابي د ټولو افغانانو مشترکه ده، د یوې دلې او یو اړخ نه ده، د ټولو هغو افغانانو ده چې لویې امپراطورۍ د شوروي ته یې ماته ورکړې وه او مونږ افتحار پرې کوو."

ذبیح الله مجاهد

خو ښاغلي مجاهد په دې اړه، چې ایا طالبان به ټولګډونه حکومت جوړ او پخوانیو مجاهدینو ته به هم په کې برخه ورکړي که نه، د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.

مخکې بیا طالب چارواکو ویلي وو، چې اوسنی حکومت یې ټولګډونه دی او په دې اړه د نړیوالو نسخه ورته د منلو نه ده.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور دا هم ویلي وه چې، نړیوالو د ۱۵ تنو نوملړ دوی ته سپارلی چې په کې عطامحمد نور، محمد کریم خلیلي، محمد محقق، باتور دوستم، سیما سمر او نور شامل دي، چې په حکومت کې ځای ورکړي.

په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت جوړېدل نه یوازې د پخوانیو مجاهدینو او سیاسیونو غوښتنه ده، بلکې نړیوال هم دا شان یو حکومت غواړي او دا یې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره اساسي شرط ایښی دی.