ايران سره پر پوله شخړې؛ د طالبانو لخوا ايراني پوځيان نيول شوي

انځور: د افغانستان او ايران ترمنځ صفري سرحدي نقطه

د افغانستان ځینو رسنیو د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د شخړې راپور ورکړی دی.

د افغانستان د محلي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ دغه لانجه پرون د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې شوې ده.

په اسلام کلا کې د طالبانو د کمیسارۍ مرستیال همایون همت ویلي، لانجه هغه وخت پېښه شوه، چې طالبانو د ایران یو پوځي موټر د افغانستان په خاوره کې دننه ونیوه.

دا لا معلومه نه ده، چې لانجې څومره وخت دوام وکړ او وروسته دواړو لوریو څه پرېکړه وکړه.

د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نعیم الحق حقاني ازادۍ راډیو ته په لېږلي لیکلي پیغام کې ویلي:

«د هرات-اسلام کلا په صفري سیمه کې وضعیت عادي شوی او پېښ شوی کړکېچ هم له جانبي زیان پرته پای ته رسېدلی دی.»

په هغه ویډیو کې چې پرون په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېده ظاهراً د طالبانو ځینې وسلوال کسان ښکاري چې د یوه پوځي موټر په شا و خوا کې راټول دي.

هغه کس چې ویډیو یې ثبت کړې هلته د صحنې په اړه وضاحت ورکوي:

نوموړی وايي:

“دا د ایران موټر دی چې نیول شوی دی. هغه هم د امارت ټانکونه دي. دا پنځه شپږ کسان ایرانیان دي، چې نیول شوي او نه یې پرېږدي چې لاړ شي.”

ایرانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې پرون شنبه تر دې لانجې وروسته له افغانستان سره د ایران سرحد وتړل شو.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي د ایران تسنیم خبري اژانس ته ویلي، چې طالبان د ایران له سرحد څخه دننه ورغلي وو او غوښتل یې هلته یو سړک جوړ کړي، ځکه نو د ده په خبره د ایران سرحدي ساتونکي اقدام ته مجبور شول.

د ایران ځانګړي استازي ویلي، چې د طالبانو په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې له چارواکو سره تماسونه نیول شوي، چې د دغسې فعالیتونو مخنیوی دې وشي.