د کارکوونکو اعتصاب؛ د هالنډ په يو هوايي ډګر کې لسګونه الوتنې لغوه شوې

کارکوونکو اعتراض درلود چې د کارکوونکو شمېر کم دی او کاري شرایط یې هم ناوړه دي.

د هالنډ د پلازمېنې امسټردام په سخیپول هوايي ډګر کې پرون د اعتصاب له کبله په لسګونو الوتنې لغوه شوې.

د څو ساعتونو لپاره دغه اعتصاب د KLM هوايي شرکت د هغو کارکوونکو د ډلې له خوا چې د مسافرو بیکونه تنظیموي، روان و.

دوی اعتراض درلود چې د کارکوونکو شمېر کم دی او کاري شرایط یې هم ناوړه دي.

دا اعتصاب داسې مهال وشو، چې د ښوونځیو رخصتۍ دي او ګڼې کورنۍ په سفر بوختې دي.