برتانيا په کييف کې بېرته خپل سفارت پرانيزي

د بریتانیا صدراعظم ویلي، چې هېواد به یې د بې پېلوټه الوتکو په ګډون نورې دفاعي وسلې او د ټانک ضد توغندي اوکراین ته ورکړي

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي پرون په ټلیفوني خبرو کې د روسیې د یرغل په وړاندې د مبارزې لپاره د کییف پر اړتیاوو بحث وکړ.

د بریتانیا د صدراعظم دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې جانسن- زلینسکي ته وویل، چې بریتانیا به راروانه اوونۍ په کییف کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته اکثرو هېوادونو خپل سفارتونه په کییف کې وتړل، خو کله چې د اوکراین ځواکونه وتوانېدل روسي ځواکونه د پلازمېنې کییف له شا و خوا وباسي، زیات سفارتونه بېرته پرانیستل شول.

د بریتانیا صدراعظم ویلي، چې هېواد به یې د بې پېلوټه الوتکو په ګډون نورې دفاعي وسلې او د ټانک ضد توغندي اوکراین ته ورکړي.