هره مياشت د ماينونو چاودنو کې تر ۱۰۰ ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي

آرشیف: هرات کې د ماين چاودنې وروسته د سيمې انځور

د ماین پاکۍ یو شمېر موسسو مسئولان وايي، چې په تېرو اتو میاشتو کې هره مياشت تر ۱۰۰ ډېر افغانان د ماینونو په چاودنو کې مړه او ټپیان کېږي.

د کريمې خاوند او زوی د ماین په یوې چاودنه کې وژل شوي دي.

د کریمې مېړه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د کابل په خواجه جمع سیمه کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین قرباني شو.

د کریمې زوی ۳۲ کلن اسماعیل هم د پلار له مرګ ۴ کاله وروسته د شپې هغه مهال چې له دندې کور ته روان و، د ماین په چاودنه کې ووژل شو .

کریمه وايي، زوی یې اسماعیل چې ۲ ماشومان درلودل، کراچۍ یې درلوده او د همدې وسیلې له لارې یې کور ته ډوډۍ راوړله.

له دوو پېښو وروسته کریمه د یوې ۱۷ کسیزې کورنۍ سرپرسته شوه.

هغه وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې سترې کورنۍ د مالي اړتیاوو پوره کول؛ ډېر ورته ستونزمن شوي دي.

کریمه ماین اېښودونکي د دین او انسانیت له نظره ګناهګار او د انساني حقونه نقضونکي بولي.

هغې ازادي راډيو ته وویل: "افغانستان یو جنګ ځپلی هېواد دی چې ۴۶ کاله وشول د جګړې په اور کې سوځېږي، روسان راغلل، ماینونه یې خښ کړل، مجاهدینو او طالبانو دوی ټولو ماینونه له ځان سره راوړل. اوس دوی باید ټول ځایونه له ماینونه پاک کړي، ځکه چې مسوول دي."

د ماینونو کارول که څه هم یو جنګي جنایت ګڼل کېږي خو د افغانستان په څو لسیزې تاریخ کې د جګړو ښکېلو اړخونو ډېر کله له ماینونو استفاده کړې ده او د دې وطن خاوره یې له ماینونو ډکه کړې ده.

د طالبانو په ډلې هم تور دی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې ماینونه اېښي.

دې ماینونه د تاریخ په هره دوره کې د نظامیانو ترڅنګ له عامو خلکو هم قرباني اخیستې ده.

احمدشاه هغه کس دی چې په کونړ ولایت کې یې په یوه چادونه کې خپل دواړه لاسونه وبایلل.

آرشیف

احمدشاه وايي، له ۱۳۶۵ کال راپدېخوا چې دا پېښه وشوه، تر اوسه یې د لاسونو محرومیت ځوروي.

نوموړي زیاته کړه، دې ناغوښتل شوي معلولیت یې ژوند ډېر متاثره کړ، حتی د کار د پیدا کولو په برخه کې هم بل ډول نظر ورته کېږي.

د احمدشاه په وینا د جګړې ښکېل اړخونه دې د سیاسي دښمنیو یا بل هر دلیل لپاره؛ مقابل لوري ته د ضرر رسولو په خاطر دې له ماینونو کار نه اخلي، ځکه د هغه په خبره بې ګناه وګړي هم د دې ماینونو قرباني کېږي.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "اوس چې جګړه ختمه شوې ده، په ځینو سیمو کې هغو ډلو چې ماینونه ايښي دي، باید ژر تر ‌ژره د ماین پاکۍ موسسو یا هغو بنسټونو ته چې د ماینونو د له منځه وړلو په برخه کار کوي، دقیق ادرس ورکړي چې هغه سیمې له ماینونو پاکه شي او انسانان په کې د ماینونو له ډار پرته ژوند وکړي."

دا داستان لا هم دوام لري.

اوس د ماین پاکۍ ځینې موسسې وايي، د افغانستان په شل سلنه خاوره کې لا هم د ماینونو خطر شته.

د دې موسسو د مسئولانو په وینا، په میاشت تر ۱۰۰ ډېر کسان د اېښودل شویو ماینونو قرباني کېږي.

د عمر د ماین پاکۍ موسسې د ملاتړ برخې مسئول عمران مومند ازادي راډيو ته وویل:

"اته میاشتې کېږي چې حکومت بدل شوی دی، ۶ میاشتې ټول فعالېتونه بند و، اوس بیا بهرنیانو کارونه پیل کړي او له موسساتو سره په ګډه کار کوي. هره میاشت له ۱۳۰ تر ۱۳۵ کسان د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې ټپیان یا وژل کېږي، حتا دا ماینونه په ماین پاکوونکو هم چاودېږي."

طالبان مني چې ماینونه یې ايښي دي خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوی به د هغو سیمو نقشې د ماین پاکۍ موسسو ته ورکړي چې ماینونه یې په کې ايښي دي، روښانه ځواب ورنه کړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې په یوه لنډ پیغام کې ولیکل، چې د دوی لخوا د اېښودل شویو ماینونو ځایونه ور معلوم دی چې بېرته به یې راوباسي."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، دوی عمومي نه، بلکې پلان شوي ماينونه ايښي وو.

هغه زیاته کړه:" زموږ ماینونه عمومي او خواره نه وو، بلکې په پلان شوي ډول اېښودل کېدل او په ځانګړې سیمه کې دښمن هدف کېده چې هلته ملکي خلکو ته هېڅ ډول ضرر نه رسېده."

د ماین پاکۍ د ځینو موسسو مسئولانو هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو حکومت ورسره همکاري کوي، اما دا چې د هغو سیمو نقشې ورسره شریکې شوې دي چې طالبانو ماینونه په کې ايښي دي، څه و نه ویل.

له دې سرهم ماینونه هره ورځ په افغانستان کې چاودېږي، په تازه پېښو کې په ارزګان ولایت کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندانۍ د ماین په یوه چاودنه کې د ۲ ماشومانو د مرګ او ټپي کېدو خبر ورکړی و.

د یادې ادارې په وینا، دې ماشومانو لوبې کولې چې ماین له یوه ژوند او بل څخه یې د بدن یوه برخه واخیسته.