افغان خبريالان: ورځ تر بلې پر رسنیو محدودیتونه زیاتېږي

د لاریون پرمهال د طالبانو له لوري د يوه خبريال د وهلو صحنه. September 30, 2021

په افغانستان کې له پېښو د خبریالانو په خبري پوښښ ورځ تر بلې محدودیت زیاتېږي.

یو شمېر خبریالان چې پرون د کابل د ۱۸مې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونځي او یو ښوونیز مرکز د چاودنو خبري پوښښ ته ورغلي وو، له دوی سره د طالبانو د چلند او د پېښې د خبري پوښښ د مخنیوي په اړه غږېږي.

د راه فردا تلویزیون خبریال رضا شهیر وايي، طالبانو ترې کېمره واخيسته او هغه مهال چې په خپل ټیلفون یې تصویرونه اخىستل، طالبانو وهلي او څو ساعته یې بندي کړي و.

هغه وویل: "کله چې دوی زما تصویرونه واخستل، په دوه میله وسلې یې یو ځل په کېڼه پښه او بیا په ښې پښه ووهلم. په مخ یې څپېړه را کړه او په شاه یې په لغته ووهلم. په ځمکه ولوېدم. لامل یې دا وایه چې تاسې له هغو کسانو سره چې دا برید یې کړی لاس لرئ؛ که‌نه څه ډول دومره ژر خبر شوئ او د پېښې ځای ته راغلئ."

په ورته وخت کې په واشنګټن کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسیايي پروګرامونو همغږي کوونکی استیون بټلر د سه‌شنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ولیکل: " طالبان باید د خبریالانو خپل‌سرې نیونې، ناوړه ګټه او ورسره تاوتریخوالی بس کړي."

خبریال محمد اسلام بهنوش چې د دې پېښې د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تللی و، په خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي: "دی نن د رسنیو او خبریالۍ د مرګ شاهد دی."

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دا لومړی ځل نه‌دی چې خبریالان د یوې پېښې د خبري پوښښ پر مهال له دې ډول چلند سره مخ کېږي.

یو خبریال چې نه غواړي د امنیتي ګواښونو له امله یې هویت رسنیز شي، ازادي راډیو ته وویل: "په ډېرو برخو کې خبریالان د لاریونونو او نورو امنیتي پېښو د پوښښ حق‌ نه‌لري. دا هغه څه دي چې خبریالان یې اندېښمن کړي. هیله‌مند یم چې د طالبانو حکومت دا اندېښنې پای ته ورسوي او اطلاعاتو ته د لاس‌‌رسي قانون ته ژمن پاتې شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د بیان ازادۍ کور له طالبانو غوښتي چې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي، د ټوليزو رسنیو قوانینو او نړیوالو تړونونو پر بنسټ، د بیان ازادۍ پر حریم تېری و نه کړي.

خو دې نیوکو او غوښتنو ته د طالبانو د ویاند ذیبح‌الله مجاهد ځواب څه دی؟

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

هغه وویل: " کله چې وضعیت ښه شي، بیا رسنۍ د خبري پوښښ لپاره تللی شي، ځکه کله چې چاودنه کېږي، خلک راټولېږي او د دویمې چاودنې احتمال هم وي. رسنۍ هم باید احتیاط وکړي او سیمه کې راټولې نه‌شي، ځکه دا د خلکو په روحیه ډېر بد اغېز کوي."

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، تېرو اته‌میاشتو کې د خبریالانو د وهلو، شکنجې او خپل‌سرو نیونو زياتې پېښې ثبت شوي دي.

موده وړاندې د افغانستان د ژورنالستانو ټولنې د کب د ۲۷مې یعنې د خبریالانو د ملي ورځ په مناسبت وویل، د طالبانو د واکمنۍ په اووه میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۸۲ پېښې ثبت شوي چې ډېرو کې یې طالبان ښکېل دي.