ملګري ملتونه: د اوکراين کړکېچ افغانستان او نور هېوادونه نه‌شي اغېزمنولی

ارشيف: د اوکراين په اړه د ملګرو ملتونه غونډه

ملګرو ملتونو ډاډ ورکړی چې لا تر اوسه د اوکرایین کړکېچ د افغانستان او ځینو نورو هېوادونو د ناورینونو د هوارۍ هڅې نه دي اغېزمنې کړي.

په اوکرایین باندې د روسیې د یرغل له پيله دا اندېښنې زیاتې شوې چې ګواکې د مرستندویان به د اوکراین د کړکېچ په خاطر د افغانستان او ځینو نورو هېوادونو له همکاریو مخ واړوي.

پرون د همداسې یوې پوښتنې په ځواب کې د ملګرو ملتونو مرستیال مارټین ګریفټس ډاډ ورکړ چې مرستندویان لا هم د افغانستان او نورو هېوادونو د ستونزو هواري ته ژمن دي.
ښاغلی ګريفټس وايي:

“تر دې دمه ، د افغانستان، یمن، سوریې او ځینو نورو ناورینونو ( سره د مقابلې لپاره) د تمویلونکو ژمنې نه دي کمې شوي، موږ لا هم له ځینو بسپنه ورکوونکو د ډېرو همکاریو تمه لرو خو لويديځ مرستندويان چې اوکراين ته ډېرې پيسې ورکوي، د نړۍ له نورو هېوادونو سره خپل سخاوت نه دی کم کړی، تر اوسه البته. موږ اندېښمن يو چې ښايي داسې یو حالت ته ورسیږو”.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفتس بیا د اوکرایین بشري کړکېچ په نړیواله کچه بې تاثیر ونه باله او ویې ویل چې سږ کال د هغو خلکو شمېر چې له لوږې سره مخ دي ۲۵ فیصده زیاتیږي.

ګریفټس وویل چې د ملګرو ملتونو بشرپالان او مرستندویان له بېلا بېلو ناورینو سره د مبارزې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو سازمان څه وخت مخکې د افغانستان په تړاو د مرستو کنفرانس دایره کړ خو څومره چې یې تمه وه په هغه اندازه مرستې یې جلب نه کړای شوې.

د راپورونو په اساس د افغانستان نیمايي وګړي له لوږې سره مخ دي او د ملګرو ملتونو سازمان وار دمخه ګواښ کړی چې که له افغانستان سره کافي مرستې په وخت ونه شي یو بشري ناورین به رامنځته شي.