د پاکستان نوي صدراعظم د هند په لور د دوستۍ لاس اوږد کړ

د پاکستان نوی صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان نوی صدراعظم شهباز شریف وایي چې اسلام‌اباد له هند سره د سوله‌ییزو او ګټورو اړیکو غوښتونکی دی.

د ده له دې خبرو سره د جرمني اژانس په وینا دا هیلې زیاتې شوي چې د ده له ټاکلو سره د دوو اټمي سیالو هېوادونو ترمنځ ښایي ډیپلوماتیک روابط ښه شي.

شهباز شریف وروسته تر دې چې له نرېندرا مودي څخه د ده د صدرات د مبارکۍ پیغام ترلاسه کړ، په ځواب کې یې وویل، پاکستان له هند سره د ښو ګټورو اړیکو پلوي کوي او د ټولو ستونزو لپاره د جمو او کشمیر په ګډون د سوله‌ییز حل ملاتړی دی.

شهباز شریف په خپل پیغام کې هند ته ویلي چې راځئ سوله ټینګه کړو او په اجتماعي-اقتصادي برخو کې د خلکو د ژوند ښه کېدو ته پاملرنه زیاته کړو.

د دوشنبې په ورځ وروسته تر دې چې له عمران خان څخه د باور رایه مرکزي پارلمان واخیسته، شهباز شریف د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه غوره شو.

د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان، ولسمشر عارف علوي او یو شمېر نور پوځي چارواکي

ده په خپله لومړۍ وینا کې د بهرني سیاست په تړاو د مخکېني حکومت ناکامۍ ته اشاره وکړه او ویې‌ویل چې اسلام‌اباد غواړي له نوې ډېلي سره ښه روابط ولري.

د ده دې خبرې د هند صدراعظم وهڅاوه چې د مبارکۍ پیغام ورولېږي. نرېندرا مودي په خپل پيغام کې ویلي دي چې هند د سولې، ثبات او له ترهګرو څخه د پاکې سیمې غوښتونکی دی.

د شهباز شریف مشر ورور نواز شریف چې درې ځله د پاکستان صدراعظم ټاکل شوی دی، د خپلې واکمنۍ پر مهال‌یې هڅه کوله چې له هند سره اقتصادي، تجارتي او په ټوله کې اړیکې ښه کړي.

په ۲۰۱۴ کال کې نواز شریف د نرېندرا مودي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره هند ته هم ورغی.

د ۲۰۱۹ م کال له اګسټ راپه دې خوا چې هند تر خپل واک لاندې کشمیر څخه د خودمختارۍ واک اخیستی دی، د اسلام‌اباد او نوې ډېلي ترمنځ کړکېچ نور پسې زیات شوی دی.