د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت کړنې او د طالبانو حکومت په جوړښت کې یې اهمیت

ارشیف، کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

پر افغانستان د طالبانو د نږدې اته میاشتنۍ واکمنۍ پر مهال د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت تر نورو ادارو ډېر خبر جوړوونکی و.

یاد وزارت تر ډېره د خلکو پر کړنو د محدودیتونو د لګولو له امله مشهور دی او تر اوسه‌یې ډېر محدودیت پر ښځو لګولی دی.

د رسنیو پر فعالیت په ځانګړې توګه په رسنیو کې د ښځو په فعالیت محدودیتونه، له شرعي محرم پرته پر لیرې سفر ته د ښځو پر تلو محدودیت، د ږیرې نه‌خرېیل او پر جماعت د پنځه وخته لمونځونو کول، په ښاري موټرونو کې د موسیقۍ نه‌غږول، د شرعي حجاب د دودېدو لپاره په ښار کې د اعلانونو لګول، په رسنیو کې د ځینو تفریحي خپرونو بندېدل، تفریحي پارکونو ته د ښځو او نارینه‌وو د ورتګ د ورځو جلا کول او ځیني نور هغه شرایط دي چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت په نږدې اتو میاشتو کې وضع کړي.

د یاد وزارت د فعالیت په باب بېلابېل باورونه موجود دي. ځیني د امر بالمعروف وزارت د طالبانو حکومت مهم وزارت بولي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي، د قرانکریم د ایاتونو پر بنسټ، امر بالمعروف وزارت د طالبانو حکومت کې ځانګړی ځای لري او په هر اسلامي نظام کې یې موجودیت مهم دی.

د سید اکبر اغا په باور، اوسنیو شرایطو او د وخت اړتیا ته په کتو، هغه کسان چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت په چوکاټ کې کار کوي، باید فرضیاتو ته لومړیتوب ورکړي او د عادي مسایلو له امله د خلکو ترمنځ نفرت ونه‌زېږوي.

سید اکبر اغا زیاتوي: "پر مستحباتو باید ډېر ټینګار ونه‌شي او هغه موارد چې ډېر مهم دي او باید فرضیت او واجباتو ته پام وشي او هغه هم حکمت ته‌یې په کتو. په دې ډول به د بدنامیو دا سلسله ختمه شي."

د سید اکبر اغا په خبره، د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال امر بالمعروف اغېزناکه کړنې نه‌درلودې، ځکه شرایط جنګي و او اوس چې وضعیت عادي شوی، نو یاد وزارت باید په ټولنه کې خپل چلند بدل کړي.

سید اکبر اغا

په ځینو مواردو کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت د مبلغانو عکسونه لاس په لاس کېږی او په دې عکسونو کې لیدل کېږي چې دوی د سپینو چپنو په اغوستو سره په ښار کې تګ راتګ کوي. ان په ځینو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې یاد مبلغین په پوځي رنجرو کې چې د پخواني نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو اړوند وې، په ښار کې ګرځي او د لوډسپیکرونو له لارې خلک په جماعت لمانځه ته وربولي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي چې امر بالمعروف وزارت په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو لپاره حاضري جوړه کړې.

که څه هم چې په ډېری مواردو کې د طالبانو د حکومت ویاندویانو ویلي چې دا راز کړنې د سپارښتنې بڼه لري، خو یو شمېر افغانان وایي چې دا پرېکړې او کړنې الزامي دي.

تر ټولو تازه پېښه کې په بدخشان کې د محصلینو عکسونه خپاره شول او ادعا وشوه چې دوی د طالبانو پورې اړوندو کسانو له لوري وهل ډبل شوي.

وروسته بیا د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ویاند صادق عاکف وویل، دې پېښې سره په تړاو څلور وسله‌وال طالبان نیول شوي.

سیاسي او د ټولنیزو چارو فعال ویس ناصري ازادي راډیو ته وویل، له دین څخه د طالبانو د افراطي تعریف له امله، په ډېری مواردو کې د دوی د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت کړنې خبر جوړوونکې کېږي.

په دې اړه نور: د روژې نه‌نیولو په تور د دوو کسانو د شکنجه کېدو وېډیوګانو غبرګونونه راپارولي

د ښاغلي ناصري په خبره، امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر په هر اسلامي هېواد کې د اسلام له بنسټیزو اصولو څخه دی او ډېری اسلامي هېوادونه د خپل نظام په جوړښت کې ورته ادارې لري، خو کړنې یې توپیر لري.

دی وايي: "په دواړو اسلامي هېوادونو، هم سعودي عربستان او هم ایران کې چې د اسلامي نړۍ د مشرۍ ادعا لري او دا راز ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې ورته ادارې شته، خو په داسې جدیت سره چې طالبان مخ ته ځي او داسې تیاره تعریف چې طالبان له دین نه لري، د نورو هېوادونو د امر بالمعروف ادارې ورته چلند نه‌کوي."

د ښاغلي ناصري په خبره، د شرعیت او سیاست په ګډون، په ګڼو برخو کې د طالبانو کړنې واقعیتونو ته په کتو او په عمومي توګه نه‌ترسره کېږي.

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت په ګډون، د طالبانو حکومت ویاندویان په دې اړه له ازادي راډیو سره خبرو کولو ته حاضر نه‌شول.

خو وړاندې تر دې چې کله هم د امر بالمعروف وزارت پر کړنو نیوکه شوې، د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې د یاد وزارت کړنې تر ډېره د سپارښتنې بڼه لري.