شهباز شریف د نوي صدراعظم په توګه د وفادارۍ لوړه پر ځای کړه

د پاکستان نوی صدراعظم شبهاز شریف

د پاکستان د مسلم لیګ نون ګوند مشر شهباز شریف چې ملي جرګې یا پارلمان له شااوخوا یوې اوونۍ سیاسي کړکېچ وروسته پرون د نوي صدراعظم په توګه وټاکه، سمدستي یې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د لنډو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه پر ځای کړه.

د اسوشیټډ پرس اژانس په وینا، نوموړي که څه هم دغه څوکۍ وګټله، خو په مخ کې به‌یې د یوې سوله‌ییزې لارې او د دې هېواد د ډېرو اقتصادي ستونزو د هواري ضمانت ونه‌شي کړای.

شهباز شریف داسې مهال د صدراعظمۍ چوکۍ ترلاسه کوي چې په پاکستان کې انفلاسیون یا د پیسو پړسوب ډېر لوړ شوی، بیې لوړې شوي او د برېښنا د کمښت له کبله پارچاوۍ زیاتې شوې دي.

شریف چې د پخواني صدراعظم نواز شریف کشر ورور دی، وروسته له هغې د پارلمان د ۱۷۴ غړو پر رایو وټاکل شو چې د پاکستان د لیرې کړای شوي صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پاکستان او د پاکستان د عدالت ګوند له ۱۰۰ زیاتو غړو له پارلمان څخه استعفاوې ورکړي.

د دغو ګوندونو غړي د اعتراض په توګه له پارلمانه ووتل او د صدراعظمۍ چوکۍ ته د تحریک انصاف ګوند نوماند د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي هم خپله نوماندي بېرته واخیسته.

شهباز شریف د صدراعظمۍ چوکۍ لپاره د ۳۴۲ کسیزې ملي جرګې د ۱۷۲ غړو مثبتو رایو ته اړتیا درلوده.

د اژانس په وینا که د عمران خان ملاتړي هغسې چې ژمنه‌یې کړې، واټونو ته ووځي، نو پر قانون جوړوونکو به فشارونه لا زیات او کړکېچ به ژور کړي.

د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان، ولسمشر عارف علوي او یو شمېر نور پوځي چارواکي

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان په قدرت کې له څه باندې درېیو کلونو پاتېدو وروسته د یکشنبې په ورځ له دغې دندې لیرې کړای شو.

هغه په پارلمان کې اکثریت ځکه له لاسه ورکړی و چې د خپل ګوند یو شمېر غړو یې په دې وروستیو کې له دې ګوند څخه لاره چپه کړې وه.

نوموړي هڅه وکړه چې د ځان په وړاندې د سلب اعتماد رایې مخه ونیسي، پارلمان‌یې ړنګ کړ او نوي انتخابات‌یې اعلان کړل، خو د پاکستان سترې محکمې په خپلې پرېکړې سره دغه اقدامات غیر قانوني وبلل او د پارلمان د بېرته احیا کولو او د هغه په خلاف د بې‌باورۍ په اړه رایې اخیستو ته‌یې بېرته لاره هواره کړه.

عمران خان ویلي چې د اپوزېسیون حکومت به په رسمیت ونه‌پېژني او ادعا یې وکړه چې د ده په وړاندې د امریکا په مشرۍ یوه دسیسه جوړه شوې، هغه ادعا چې امریکایي چارواکو په ټینګه رد کړې ده.

عمران خان دغه راز ویلي چې خپلو احتجاجونو ته به دوام ورکړي.

تر اوسه د پاکستان په تاریځ کې هېڅ یوه صدراعظم خپله دوره تر پایه نه‌ده رسولې، خو دا لومړی ځل دی چې یو صدراعظم په پارلمان کې د سلب اعتماد له لارې بې‌واکه کېږي.

ټاکل شوې چې په پاکستان کې پارلماني انتخابات د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې وشي.