د اروپا پارلمان: طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي

د اروپا پارلمان

د اروپایي پارلمان غړو، د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونو له زده‌کړو د بې‌برخې کولو په خاطر په کلکه وغانده.

دوی د نجونو پر زده‌کړې د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د طالبانو له حکومت څخه‌یې وغوښتل چې خپله پرېکړه بدله کړي.

اروپایي پارلمان پرون پنجشنبه د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره له طالبانو وغوښتل چې د تېرو ژمنو پر اساس دې لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي او ډاډ دې ورکړي چې د افغانستان ټول وګړي زده‌کړې ته لاسرسی ولري.

د یاد پارلمان استازو په خبره په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت ته اندېښنه لري او له زده‌کړې او کار څخه د نجونو او ښځو د محرومولو په اړه د طالبانو اقدام غندي.

په پرېکړه‌لیک کې دغه‌راز غوښتنه شوې چې ټولو نجونو او ښځو ته دې اساسي حقونه ورکړل شي.

دغه‌راز په دغه پرېکړه‌لیک کې له ۷۲ کیلومتره لیرې سیمې ته له شرعي محرم پرته د ښځو پر سفر د بندیز په خاطر هم پر طالبانو سخت انتقاد شوی دی.

تر دې یوه ورځ مخکې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل په یوه بله غونډه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او د طالبانو له حکومت څخه‌یې وغوښتل چې د افغانستان د ټولو وګړو د حقونو درناوی وکړي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل

ده زیاته کړه: "طالبان باید خپله پرېکړه بېرته واخلي. هغه پرېکړه دې چې د نجونو زده‌کړې محدودوي، نه د موږ او نه هم د نړیوالې ټولنې لپاره، بلکې د افغانستان د خلکو د راتلونکې لپاره بدله کړي."

طالبانو پر افغانستان د بیا ځلي واکمنېدو راهیسې په تېرو څه باندې ۲۰۰ ورځو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې نه‌دي پرېښي چې ښوونځي ته لاړې شي.

د نجونو زده‌کړه او د ښځو کار کول د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه ده.

د طالبانو حکومت ویلي تر هغو به د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو ورونه تړلي وي چې یوه طرحه نه‌وي جوړه شوې.

له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو یو شمېر ډلو د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و چې د نجونو پر مخ ټول ښوونځي بېرته پرانیزي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو چارو مسؤلې هیدر بار په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې د نړۍ پر مخ افغانستان یوازنی هېواد دی چې د جنسیت له مخې نجونې له زده‌کړې په‌کې منع کړای شوې دي.