له طالبانو د امریکا غوښتنه؛ افغان نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو اجازه ورکړئ

لیسه عالی زرغونه در شهر کابل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري په نجونو د زده‌کړو د بندیز د پرېکړې په بېرته اخیستو ټینګار کړی.

دغه وزارت تازه له طالبانو غوښتي چې د منځنۍ او لېسې دورې نجونو زده‌کوونکو زده‌کړو ته اجازه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په تازه بیان کې راغلي چې متحده ایالات د افغانانو د بشري اړتیاوو ملاتړ ته ژمن دی او تر هغې د طالبانو په مشرانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي تر څو د افغانستان د ټولو اتباعو بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي او افغان نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

یاد وزارت دا بیان په جنوا کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یو شمېر هېوادونو ترمنځ د افغانستان د بشري وصعیت ارزونې او مرستو راټولولو له انلاین ناستې وروسته نن سهار وختي خپور کړی دی.

په دغه بیان کې ټینګار شوی چې که طالبان له خپلو کړو ژمنو په شا شي د افغانانو د اقتصادي ودې او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کولو په برخه کې به د طالبانو هیلو ته سخت زیان ورسېږي.

بل‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان پر وخت تېره شپه ناوخته په یوه خبري ناسته کې هم له طالبانو د نجونو د زده‌کړو د پیل غوښتنه وکړه.

ند پرایس سخنگوی وزارت خارجه امریکا

ند پرایس په دې اړه وویل: "زموږ ګټې د «Troika» له غړو سره همغږي دي او په دې کې هغه څه چې مهم دي هغه دا دي چې نجونې ثانوي ښوونځیو ته بېرته ستنې شي او دوی (طالبان) ټول‌شموله حکومتوالۍ ته وهڅول شي، موږ غواړو دا وګورو، دا هغه پیغامونه دي چې طالبانو نه‌یوازې له موږ څخه ترلاسه کړي، نه‌یوازې زموږ د اروپایي ملګرو څخه چې موږ ورسره د افغانستان او طالبانو سره د ښکېلتیا په اړه له نږدې همغږي یو، بلکې د هېوادونو د یوې پراخې ټولګې له لوري هم ترلاسه کړي دي."

یوه له دغو نجونو ثنا چې د کابل ښار اوسېدونکې او د رابعه بلخي لېسې د نهم ټولګي زده‌کوونکې ده، په ژړغوني غږ وایي هیله لري چې ښوونځي ته‌یې د تګ اجازه وشي.

دا زیاتوي: "دا مو ستره هیله ده چې زموږ ښوونځي بېرته پیل شي، د افغانستان راتلونکی موږ پورې تړلی دی، که ښوونځي پیل نه‌شي د نجونو هیلې به خاورې شي."

ثنا د ملیونونو هغو افغان نجونو د زړه درد بیانوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري ښوونځیو ته پر تګ‌یې بندیز لګولی شوی دی.

خو تېره ورځ د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي نړۍ دې له افغانانو سره له سیاسي فشارونو او مداخلې پرته بشري مرستې وکړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

دغه‌شان د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د خلاصېدو په برخه کې د مشرتابه امر ته په تمه دي.

پوهنې وزارت له دې وړاندې ویلي و هر کله چې د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو لباس د اسلامي احکامو سنت او د افغانستان د فرهنګ سره سمې طرحه شوې، د "اسلامي امارت" په فرمان به ښوونځي پرانیستل شي، خو د ډېری عامو افغانانو په ګډون یو شمېر دیني عالمانو د نجونو زده‌کوونکو لباس اسلامي او د هېواد فرهنګ سره برابر ګڼلی دی.