د روسیې او اوکراین هیئتونو مخامخ خبرې پیل کړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین او روسیې پلاوو ته د وینا پر مهال

د روسیې او اوکراین هیئتونه په تېرو څه باندې دوو اوونیو کې په لومړي ځل د مخامخ خبرو لپاره په ترکیه کې دي.

د اوکراین ولسمشر ویلي چې اوکراین تیار دی، خپله بې‌طرفي اعلان او د اوکراین په ختیځ کې د سولې د ټینګښت لپاره پر روغه جوړه غور وکړي.

د روسیې او اوکراین هیئتونه د ترکیې په استانبول کې دي او خپلې مخامخ خبرې یې پیل کړې.

دا په څه باندې دوو اوونیو کې لومړی وار دی چې دواړه لوري بیا خبرو ته سره کېني چې هدف‌یې په اوکراین کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو سلا کېدل ښوول شوي دي.

تر دې مخکې دواړه لوري، هم په مخامخ او هم په وېډیويي کنفرانس کې په کوم پرمختګ نه‌وو بریالي شوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، دغو تازه مذاکرو کې به لومړیتوبونه د اوکراین ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا وي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

ولسمشر زلنسکي د یکشنبې د شپې ناوخته په خپله وینا کې ویلي و، هېواد به‌یې له ځنډ پرته واقعاً پر سوله د سلا کېدو هڅه وکړي.

تر نننیو خبرو مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغو هیئتونو ته په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، د دوی په مذاکرو کې پرمختګ به د اوکراین او روسیې د ولسمشرانو ولادیمیر زلنسکي او ولادیمیر پوتین ترمنځ کتنې ته زمینه برابره کړي.

اردوغان زیاته کړه د دې وخت رارسېدلی چې د کوټلې نتیجې ترلاسه کولو لپاره خبرې وشي.

د ترکیې ولسمشر په اوکراین کې سم د لاسه د اوربند غوښتنه وکړه او ویې‌ویل اوس د دې غمیزې پای ته رسول په دواړو لورو پورې اړه لري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره‌یې د یکشنبې په ورځ په ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین او روسیې د هیئتونو ترمنځ د مذاکرو د کوربه‌توب موضوع تأیید کړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین او روسیې پلاوو ته د وینا پر مهال

د اردوغان دفتر وايي، هغه په اوکراین کې د اوربند او په بشري وضعیت کې د بهترۍ غوښتنه هم وکړه.

پر اوکراین د روسیې د بې‌دلیله یرغل څه باندې یوه میاشت کېږي، خو روسیه لا هم نه‌ده توانېدلې د اوکراین کوم لوی ښار ونیسي.