د طالبانو روغتیا وزارت ته د امر بالمعروف مکتوب: د ښځو او نارینه‌وو دفترونه جلا کړئ

د عامې روغتیا وزارت ته د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت مکتوب

ازادي راډیو یو مکتوب ترلاسه کړی چې په‌کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د عامې روغتیا وزارت ته یو لړ قیودات وضع کړي دي.

د ښځینه کارکوونکو له لوري د اسلامي حجاب مراعتول او د دې وزارت د ښځینه او نارینه‌وو د دفترونو جلا کول د دغو قیوداتو په سر کې راغلي دي.

همدارنګه په‌کې نارینه‌وو کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې ځانونه په نبوي سنتو برابر کړي.

په دې مکتوب کې ټینګار شوی چې ښځینه مراجعینو ته د اسلامي حجاب له رعایت پرته باید د عامې روغتیا وزارت او نورو ادارو ته د ننوتلو اجازه ورنه‌کړل شي.

د دې مکتوب په پای کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت له لوري د دغو مواردو د څارلو لپاره د عامې روغتیا وزارت ته یو ۴ کسیز پلاوی هم ورپېژندل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ته د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت مکتوب

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ځینو کارکوونکو چې د موضوع د حساسیت له امله‌یې ونه‌غوښتل چې په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته دا مکتوب تأیید کړ او ویې‌ویل چې دا مکتوب د پلي کېدو لپاره ټولو ادارو ته استول شوی دی.

وموغوښتل په دې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر او د روغتیا وزارتونو د چارواکو نظر واخلو، خو دوی په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه‌شول او نه‌یې هم دا مکتوب رد یا تأیید کړ.

د یادونې ده چې مخکې تر دې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د دې وزارت سرپرست وزیر د یو شمېر وزارتونو له مسؤلینو سره مخامخ کتلي او ورته سپارښتنې یې په لیکلې بڼه ورته سپارلې وې.