افغانستان کې د ښځو د بنسټیزو حقونو محدودیتونه او د ملګروملتونو اندېښنې

کابل کې ځینې مېرمنې او یو تن وسله وال طالب

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وباله.

دې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل: "موږ یقیناً چې د نجونو او ښځو پر حقونو د محدودیتونو د لګېدو په خاطر اندېښمنې یوو. بې محاکمې قتلونه، جبري بې درکۍ، په خپل سر نیونې، اقلیتونو ته بې احترامي، د بیان او غونډو د ازادیو محدودیت. موږ تېره میاشت ډېر انتقاد وکړ چې بې درکه شوې ښځې او د هغو د کورنیو غړي خوشې شي او خوشې شول. خو یو شمېر نورې ښځې په خپل سر ونیول شوې. باید ووایم چې د غونډې سالون ته تر راتلو مخکې له کابله خبر راکړل شو چې دا ښځې هم خوشې شوې."

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د اغلې لاینز د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو تردې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بې محاکمې وژنو په شمول ادعاوې رد کړي دي.

د سولې د چارو فعالې او څېړونکې مرین صافۍ د امنیت شورا د تېرې شپې غونډې ته وویل، دا شورا باید د ښځو او نجونو وضعیت ته په جدي ډول پام وکړي: "هماغسې چې شورا ښه پوهېږي، د طالبانو د واک ته رسېدو له وخته د ښځو د حقونو وضعیت سخت خراب شوی. تاسو له څو افغان ښځو او د یوناما له کارکوونکیو د ښځو پر تګ راتګ، جامو، زده کړو او کار د محدودیتونو په اړه اورېدلي دي. په داسې حال کې چې طالبانو د ځینو محدودیتونو د لېرې کېدو خبره کړې، خو لا هم نه دي لیدل شوي چې هغوی دې دا ژمنې عملي کړي وي."

د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو رعایت، د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یو اساسي شرط ګڼل کېږي.