د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوکراین پر وضعیت فوق العاده غونډه وربللې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوکراین پر وضعیت فوق العاده غونډه وربللې ده.

بل لورته د اوکراین پولې ته نژدې د روسي پوځیانو د تحرکاتو د ډېروالي په خاطر اوکراین کې بیړنی حالت نافذ شوی دی.

لویدیځو قدرتونو د روسیې د تحرکاتو له کبله پر مسکو بندیزونه لګولي، خو د روسیې ولسمشر وایي جدي ځواب به ورکړي.

ولادیمیرپوتین نن په اوکراین کې د پوځي عملیاتو اعلان هم وکړ او ويې ویل، له دې عملیاتو یې هدف د ملکي کسانو خوندیتوب دی.

د اروپایي شورا مشر چارلز میچل: ۲۱مه پيړۍ کې د ځواک کارونه او د پولو بدلون ځای نه لري.

پوتین په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، دوی د اوکراین له خوا د ورپېښ ګواښ په غبرګون کې دا اقدامات کوي، خو په خبره یې روسیه دا هدف نه لري چې اوکراین اشغال کړي.

پوتین خبرداری ورکړ چې که نور هېوادونه د روسیې په اقداماتو کې د مداخلې هڅه وکړي، له بې ساري عواقبو سره به مخامخ شي.

ده د اوکراین له سرتیرو وغوښتل چې وسلې پر ځمکه کېږدي.

بل لورته د اروپایي ټولنې مشران نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې جرګه کېږي او له روسیې سره د راتلونکو معاملو پر څرنګوالي بحث کوي.

د اروپایي شورا مشر چارلز میچل " Charles Michel" ویلي، په ۲۱مه پيړۍ کې د ځواک کارونه او د پولو بدلون ځای نه لري.