فارین پالیسي: ایا اوکراین به په ټوله کې د روسیې لپاره یو بل افغانستان وي؟ 

ارشیف، د اوکراین یوه څنډه

  • فارین پالیسي

فارین پالیسي بیا د روسیې او اوکراین پر شخړې یوه تبصره خپره کړې او سرلیک کې یې پوښتنه کړې چې ایا اوکراین به په ټوله کې د روسیې لپاره یو بل افغانستان وي؟

په لیکنه کې راغلي، روسیه که په ساعتونو کې نه وي، نو په څو ورځو کې د اوکراین پلازمېنه کیف نیولی شي، خو لیکوال ویلي، د اوکراین د اشغال دوام به روسیې ته په لوړه بیه پریوزي.

لیکوال وړاندوینه کړې چې پر اوکراین د روسیې یرغل هم له ماتې سره مخامخ کیدای شي او د دې ادعا لپاره یې په افغانستان او ویتنام کې د امریکا ماتې او په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو ناکامۍ د بېلګې په ډول یادې کړي دي.

وړاندې راغلي، که روسیه اوکراین ونیسي، ځواکونه به یې د اوکراین د ځنګلي او غرني طبیعت له کبله له ځایي مقاومت سره مخامخ شي او له دې مقاومت سره به له بهره هم مرسته کېږي.

په تبصره کې دا په ډاګه شوې چې روسان به د افغانستان په څېر اوکراین کې هم ماتې خوري.

که څه هم یو شمېر اوکراینیان او بیلتون غوښتونکي د روسیې ترڅنګ ولاړ دي، خو مقاله لیکونکي ویلي، څنګه چې سرو لښکرو سره د هغوی ملاتړو افغانانو کومه مرسته ونه کړه، دغسې به له روسي ځواکونو سره د هغوی ملاتړي اوکراینیان هم څه ونه شي کړای.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان په ګډې ارامۍ یوه لیکنه خپره کړې او دا سرلیک یې ورکړی که پاکستان خپل ثبات غواړي، لومړی باید افغانستان باثباته کړي.

مقاله کې د تحلیل کوونکو په حواله لیکل شوي چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان کې د ترهګریزو پېښو ګراف لوړ شوی او دې چارې د پاکستان حکومت ته چې غواړي افغانستان سره مرسته وکړي، ستونزې پیدا کړي.

مقاله لیکونکي ویلي، پاکستان کې هغه خوشالۍ په کمېدو دي چې د طالبانو بریا ته ښودل کېدې.

د لیکوال په ټکو، د پاکستان دولت هیله من و چې افغانستان کې یې د یوه ملګري یا د ځینو په وینا نیابتي حکومت په رامنځته کېدو به د پاکستاني طالبانو په اړه د دوی اندېښنه کمه شي.

خو مقاله کې راغلي، دا وړاندوینې برعکس وختې او وروستیو میاشتو کې د پاکستان دننه د ترهګریزو پېښو ګراف لوړ شو.

ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، پاکستان کې دا حملې هغو کسانو کړي چې افغانستان کې د پټې ځایونه لري.

له کله چې طالبان افغانستان کې واک ته رسیدلي، دوه ځله یې د لوړې کچې پاکستاني پلاوي هم کابل ته راغلی او په ظاهره یې د همدې اندیښنو په اړه له طالب چارواکو سره خبرې کړي دي.

نیویارک ټایمز لیکلي:

د پاکستان لوړپوړي امنیتي او ملکي چارواکي لاهم د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي او لږترلږه دا ټینګار لري چې د پاکستان ثبات خوندي افغانستان ته اړتیا لري.