د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي، د افغان ښځينه فعالانو غیرعادلانه نیونې باید ودریږي.
اغلې امیري د هغو راپورونو په غبرګون دا خبره کړې چې ویل کېږي دوه ښځینه فعالانې پرون او وړمه ورځ له کابله لادرکه شوي او طالبان یې په اړه ګرم بلل شوي.
رینا امیري په خپل ننني ټويټ کې ویلي، که طالبان له افغانانو او نړۍ مشروعیت غواړي نو هغوی باید د افغانانو بشري حقونو په تېره بیا ښځو او د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي.
These unjust detentions must stop. If the Taliban seek legitimacy from the Afghan people & the world, they must respect Afghans’ human rights - especially for women - including the freedom of expression & immediately release these women, their relatives & other activists. https://t.co/LMrOnPkxvT
— U.S. Special Envoy Rina Amiri (@SE_AfghanWGH) February 4, 2022
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړې چې طالبان باید دا ښځې او د هغوی خپلوان او نورو فعالان ژر تر ژره راخوشې کړي.
یوناما یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت استازولۍ پرون ویلي چې په ۲۴ ساعتونو کې له کابله دوه ښځینه فعالانې لادرکه شوي او دوی د طالبانو له کورنیو چارو وزارته په دې اړه د عاجلو معلوماتو غوښتنه کړې.
زهرا محمدي او مرسل عیار هغه دوه ښځینه فعالانې دي چې د کابل په اعتراضي لاریونو کې یې برخه اخېستې وه او له پرونه ترې تم دي.
په دې اړه نور: ځینې معترضې مېرمنې: لس ورځې شوې خو لا هم د تمنا او پروانې برخلیک معلوم نه شوتردې مخکې هم شااوخوا څلور نورې ښځې لادرکه شوي او ویل کېږي د طالبانو په بند کې دي.
طالبانو رسماً نه ده منلې چې دا ښځېنه فعالانې له دوی سره بندیانې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دا ښځې اکثر بهر ته د تلو لپاره د ده په خبره د کېسونو/قضیو جوړولو هڅې کوي.