د اروپا پارلمان ته بلل شوې مېرمنې: افغانستان کې بشري حقونه ګواښ سره مخ دي

ارشیف، کابل کې یو وسله وال طالب او یو تن خبریال

څو تنه افغان مېرمنې چې د اروپا د پارلمان غونډې ته بلل شوې وې؛ وايي چې په افغانستان کې بشري ناورین دوام لري او بشري حقونه هم له ګواښ سره مخامخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ رييسې سیما سمر غونډې ته وویل، وضعیت نه یوازې ښځو بلکې نجونو ته هم خراب شوی دی.

د بشري حقونو فعالې حوریې مصدق په پرونۍ غونډه کې وویل، نړۍ او اروپايي اتحادیه باید د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني: "کله چې له طالبانو سره وینئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې سرې کرښې لرئ. مطمینه شئ چې له طالبانو څرګندې غوښتنې لرئ. د اوسلو غونډه یو لوی فرصت و چې نړیوالې ټولنې خپل شرطونه له طالبانو سره شریک کړي وای، له بده مرغه دا فرصت له لاسه ووت."

مصدق: نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني

هغه افغان ښځې چې د اروپا د پارلمان غونډې ته بلل شوې وې، د بشري حقونو د جایزې په نهايي لېست کې هم شاملې وې، خو جایزه د روسیې د حکومت کلک منتقد الکسي ناوالني وګټله.

په پرونۍ غونډه کې د اروپايي پارلمان غړې انانیومن د غونډې د پایلې په اړه داسې وویل: "​هغه نتیجه چې له دې ناستې ما ترلاسه کړه، لومړی دا چې طالبان باید په رسمیت ونه پېژندل شي. دا په پارلمان او د اروپا د سیاسي ګوندونو په منځ کې زموږ ګډ دریځ او ارزونه ده."

د غونډې برخه والو په افغانستان کې د ښځو، نجونو، خبریالانو او فعالانو پر وضعیت هم خبرې وکړې.

د اروپايي پارلمان ځینو غړیو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې ټول نیولي کسان خوشې کړي.