د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ګرمسیرو ولایتونو دولتي پوهنتونونه د محصلانو پر مخ پرانېستل شوي دي او د زده کړو بهیر په کې پیل شوی دی.
ضیا الرحمان د ننګرهار پوهنتون د زراعت پوهنځي محصل دی هغه ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له دې پریکړې خوښ دی: "هیله کوو چې بیا ځل لپاره ځنډ رانه شي او د وطن بچیان او محصلین له بې سرنوشت توب سره مخ نه شي."
په دې اړه نور: ګرمسیرو سیمو کې دولتي پوهنتونونو کې تدریسي بهیر بېرته پیل شوخو د هلمند پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي محصل امان الله مقدس بیا له طالبانو غواړي چې نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړي.
دی وايي: "لویه اړتیا دا ده چې نجونو ته دې هم د زده کړو اجازه ورکړل شي، څو هغوی هم وشي کولی پوهنتونونو ته راشي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي."
د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي نن سهار ازادي راډیو ته وویل:"په شپږو ولایتونو کې درسي بهیر پیل شوی دی، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او لغمان."
ازادي راډیو له ښاغلي تقي پوښتنه وکړه چې ایا نجونو محصلانو ته پوهنتون ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده که نه، خو هغه دې پوښتنې ته له ځواب ویلو ډډه وکړه، خو ګرمسیرو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو یو شمېر محصلانو ازادي راډیو ته وویل، پوهنتونو کې ورته ویل شوي چې د نجونو ټولګي او د زده کړو وخت به له هلکانو جلا وي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د سې شنبې په ورځ په یو ټویټ کې لیکلي:"ملګري ملتونه د دې اعلان هرکلی کوي چې پوهنتونونه دې د فبرورۍ په دوهمه د ټولو ښځینه او نارینه زده کوونکو لپاره بیا پرانستل شي. دا ډېره مهمه ده چې هر ځوان زده کړې ته مساوي لاسرسی ولري."
Tomorrow can be the start of something truly important for Afghanistan. UN welcomes the announcement that public universities will begin re-opening 2 February to all female and male students. So crucial that every young person has equal access to education. pic.twitter.com/BI7rGDJt3Q
— UNAMA News (@UNAMAnews) February 1, 2022
د طالبانو د لوړو زده کړو د معلوماتو پر بڼسټ ټاکل شوې چې په سردسېره ولایتونو کې به دولتي پوهنتونونه د حوت میاشتې په اوومه پیل شي.
خو لا تر اوسه مالومه نه ده چې نجونې دولتي پوهنتونونو ته د تګ اجازه لري او که نه؟
د اګست له پنځلسمې او افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دولتي پوهنتونونه د محصلانو په مخ تړل شوي دي.