هرات کې مېرمنې: طالبان له شرعي محرم پرته د ګرځېدو پرمهال پوښتنې ګروېږنې کوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان کې ښځې د طالبانو له حاکمیت وروسته د کار او تک راتک په برخه کې له سختو شرایطو سره مخ دي او دې چارې اندېښنې هم راپورته کړي.

د هرات ولایت اوسیدونکې عفت حسیني وايي، د محرم پرته طالبانو د تالاشۍ پرمهال ترې پوښتنې کړي دي.

نوموړې چې د یو شخصي بنسټ کار کوونکې ده، له کوره د کار تر ځایه په درېیو ښاري ټکسیو کې تک راتک کوي او په وینا یې چې د لارې په اوږدو کې د طالبانو له چیک پاینټونو اندېښنه لري.

د بادغیس یوه مېرمن وايي، که بورقه او شرعي محرم ونه لرم طالبانو په ډزو ګواښلې یم

نوموړې وايي: "دا زما لپاره چې ۲۵ کاله عمر لرم یو شوک دی، زه درې کاله کېږي چې په دې تولنه کې کار کوم، زه چې کله له کوره وځم فکر نه کوم چې محرم ته اړتیا ولرم، له بده مرغه په داسې حال کې چې موږ په ۲۱مه پېړۍ کې ژوند کوو خو اوس هم په موږ زاړه فکرونه او تبعیض امیزه حکومتونه حاکم دي."

په هرات ولایت کې په تېرو دوو اونیو کې له مېرمنو سره د طالبانو د چلند بېلابېلې پېښې ثبت شوي چې ډېری هغه یې په ښاري ټکسیو کې له مېرمنو سره د شرعي محرم مساله وه.

پروانه بله هغه مېرمنه ده چې د طالبانو له لوري په درې چیک پاینټونو کې د شرعي محرم پرته له ټکسي کوزه شوې او بلاخره پیاده کور ته تللې.

اغلې پروانې ازادي راډيو ته وویل: "طالبانو درې ځایه درې ټایره ودروله او له چلوونکي یې وغوښتل چې مېرمنې باید پرته له محرمه پورته نه کړي او که پورته کوي یې هم باید دوه مېرمنې وي، له دې پرته هېڅ یوې مېرمنې ته له محرم پرته اجازه نشته او که امارات متوجې شي سخت سزا به ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویلي و چې مېرمنې د ۷۸ کیلومتره څخه زیات واټن کې شرعي محرم ته اړتیا لري.

دا چاره په یو ولایت کې نه خُلاصه کېږي، بادغیس بیا هغه ولایت کې چې دلته په مېرمنو د بورقې "چادري" اغوستل او د شرعي محرم درلودل په کاري ساحه کې لازمي دي.

یوه مېرمن چې له بهرنیانو سره کار کوونکې ده، د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل، طالبانو ورته په کاري ساحه کې د بورقې یا چادري اغوستل او د شرعي محرم درلودل لازمي کړي او که دا کار ونه کړي نو دوی پرې ډزې وکړي.

نوموړې وايي: "باید بورقه واغوندئ او دفتر ته راشئ او د کار په ساحه کې باید له تاسو سره شرعي محرم وي، هغوی همدا راز ویلي چې دوی که هر وخت وغواړي کولی شي د دفتر له چارو څار وکړي او که اجازه ورته ورنه کړل شي، فیر به پرې وکړي او هغه مېرمنې چې له محرم پرته دي په هغوی به هم فیر وکړي."

دغه محدودیتونو په داسې حال کې وضع کېږي چې په بادغیس ولایت کې ډېر کم بهرني موسسات د طالبانو تر حاکمیت لاندې فعالیت لري او د طالبانو له دې پرېکړې وروسته ډېر دغه موسسو چې د بشري حقونو برخه کې فعالیت کوي خپل فعالیتونه درولي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت

خو طالبان بیا دغه ټولې ادعاوې بې بنسټه بولي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هر هغه ښځې ته چې ویل شوي وي کولی شي د امر بالمعروف ریاست ته لاړه شي او د هغه کس نښې نښاني ورته ووايي او خپل شکایت دې ثبت کړي، د امر بالمعروف ریاست به هغې ته رسیدنه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې ټولو ښاري ټکسیو چلوونکو ته سپارښتنه کړې وه چې مېرمنې دې له ۴۵ کیلو متره لېرې پرته له شرعي محرمه نه بیايي.

د دې وزارت دغه اعلامیه بیا په کور دننه او بهر له سختو غبرګونو سره مخ شوه.