ګوترېش: هغه شرطونه دې لېرې شي چې د افغانستان پر اقتصاد او مرستو فشار راولي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، افغانستان په یوه داسې بد حالت کې دی چې میلیونونه خلک له سختې لوږې کړېږي، تعلیم او ټولنیز خدمات د سقوط په درشل کې دي او د پیسو نشتوالي د محتاجو کسانو د پېرود وس یې محدود کړی دی.

سرمنشي انتونیو ګوتریش تېره شپه د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل: "موږ باید هغه مقررات او شرطونه ایسته کړو چې نه یوازې د افغانستان اقتصاد، بلکې زموږ له لوري ژوند ژغورونکي عملیات تر فشار لاندې راولي. په اوس وخت کې چې سخته اړتیا ده، دا مقررات باید په جدي ډول بیا وکتل شي."

سرمنشي یو واربیا له هېوادونو وغوښتل چې هغو ټولو انتقالاتو ته اجازه ورکړي چې د بشري فعالیتونو لپاره ضروري دي.

ګوترېش زیاته کړه: "موږ ته په کار ده چې مالي ادارو او تجارتي شریکانو ته قانوني ډاډ ورکړو چې دوی بې له دې چې د بندیزونو د سرغړونې وېره ولري، د بشري چارو په برخه کې کار وکړای شي."

ملګرو ملتونو د روانې میاشتې په لومړیو کې په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته د ۴ میلیارډه او ۴۰۰ میلیونه ډالره بشري مرستې غوښتنه وکړه.

سرمنشي بیا له هېوادونو وغوښتل چې هغو ټولو انتقالاتو ته اجازه ورکړي چې د بشري فعالیتونو لپاره ضروري دي.

پرون چهارشنبې (د سلواغې ۶مه) یې وویل چې ۳ میلیارډه او ۶۰۰ میلیون ډالره نور یې د روغتیا، تعلیم، لومړنیو تاسیساتو، د ژوند د اړتیاوو، ټولنیز انسجام په تېره بیا د ښځو او نجونو د اړتیاوو لپاره په کار دي.

دې موضوع ته د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز هم اشاره وکړه.

دې چې د امنیت شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل: "لکه څرنګه چې تاسې ټول پوهیږئ بشري مرستې باید دوام وکړي، نژدې یو میلیارد ډالره موږ تېرکال د بشري بحران د مخنیوي لپاره غوښتي وو، اوس لکه څنګه چې موږ یې په خپله وروستۍ غوښتنه کې یادونه کړې په ۲۰۲۲ کال کې د نورې بشري مرستې لپاره ۴ اعشاریه ۴ میلیارده پرې زیات شي."

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز وايي په ۲۰۲۲ کال کې د نورې بشري مرستې لپاره ۴ اعشاریه ۴ میلیاردو ته اړتیا ده.

د تېر کال د اګسټ په ۱۵م نېټه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان تر ۹ میلیارد ډالره زیاته شتمني په بهر کې کنګل شوې او هغه نړیوالې مرستې درېدلي چې د افغانستان له مخکیني حکومت سره کېدې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل: "موږ ته په کار ده چې د افغانستان اقتصاد د پیسو په تزریق فعاله کړو. موږ باید اقتصاد له پاشل کېدو راوباسو. د دې معنی دا ده چې داسې لارې ومومو چې د کنګل شوېو پیسو زېرمه ازاده شي او د افغانستان بانک بیا فعاله کړو."

په دسمبر کې نړیوال بانک موافقه وکړه چې د افغانستان د ملاتړ له صندوقه ۲۸۰ میلیونه ډالره د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف ته ورکړي چې په افغانستان کې په روغتیا او خوړو یې ولګوي.

په دې اړه نور: یونېسف: افغانستان کې د اساسي توکو د وېش لپاره زموږ هڅې روانې دي

د امنیت شورا غونډې ته د ناروې صدراعظم یوناس ګارستوره چې اوس یې هېواد د دې شورا دوره يي ریاست په غاړه لري، وویل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت واضح شي. دا ماموریت د مارچ په ۱۷ پای ته رسېږي او باید بیا کتنه پرې وشي.