د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

طالبانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې افغانستان ته یې له بېلابېلو لارو د پیسو د لېږد وړاندیز کړی، څو په دې هېواد کې اقتصادي خوځښت او فعالیت رامنځته شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش څرګندونو ته د اشارې په ترڅ کې ازادي راډیو وویل چې دا له ډېرې مودې راهیسې د طالبانو غوښتنه هم وه.

مجاهد زیاته کړه: "د هغه غوښتنه پرځای ده او موږ یې د دې وړاندیز هرکلی کوو چې له امریکا څخه یې د افغانستان د شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې او دا ښيي چې ملګري ملتونه خپلو مسوولیتونو ته متوجه شوی دی. د افغانستان اسلامي امارات د دوی د دې دریځ ملاتړ کوي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

ښاغلي ګوتېرېش وړمه ورځ (د مرغومي په ۲۳مه) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د شااوخوا ۹،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید د یو لړ شرایطو له مخې ازادې شي او زیاته یې کړه چې افغانستان ته باید د نړیوالو مالي مرستې پرېښودل شي، څو د ملکي مامورینو تنخواه ګانې اجرا شي او دولتي ادارې د روغتیا او تعلیم په څېر خدمات وړاندې کړي.

په داسې حال کې چې مرستندویې موسسې په افغانستان کې په روان ژمي کې د یوه بشري ناورین خبرداری ورکوي، افغانستان ته د مالي مرستو د چینلونو او د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د پرېښودو خبره ورځ په ورځ تودېږي.

له دې مخکې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې افغانستان ته د پیسو لېږد جاري وساتي.مري اېلین مک ګرووارټي وړمه ورځ اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، نړیواله ټولنه دې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستو د یقیني کولو له لارې د بشري ناورین مخه ونیسي.

له بلې خوا د پاکستان صدراعظم عمران خان یوځل بیا پر نړیوالې ټولنې او مرستندویو موسسو له افغانستان سره د مرستې غږ کړی.

په هغه بیان کې چې پرون د مرغومي په ۲۴مه د پاکستان د صدراعظم د دفتر پر رسمي ټویټر خپور شو، ښاغلي عمران خان اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان له دوستو هېوادونو سره په افغانستان کې د را روان بشري ناورین د مخنیوي په هدف د دوه اړخیزو همکاریو لارې وڅېړي.

دې هدف ته د رسېدو لپاره عمران خان له پاکستانه د معلوماتي ټکنالوژۍ، روغتیا او حسابدارۍ په برخو کې افغانستان ته د تجربه کارو، روزل شويو متخصصانو د استولو غوښتنه کړې.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د نړیوالو مرستو د تنظیم او انسجام په برخه کې لازم ظرفیتونه نه لري پاکستان اوس له افغانستان سره د مرستو د سمون په یوه مرکز د بدلېدو په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG