هرات کې د زعفران په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی

آرشیف- په هرات کې د زغفرانو کښت

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې ولایت کې د زعفران په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د دې خونې مرستیال توریالي غوثي نن چهارشنبه (د سلواغې ۶مه) ازادي راډيو ته وویل، په روان لمریز کال کې د وچکالۍ له امله د زعفرانو کروندو د تېرکال پرتله کم محصول درلود.

ښاغلی غوثي وايي، په روان لمریز کال کې ۱۵ټنه زعفران تولید شوي دي، په داسې حال کې چې دا رقم تېرکال ۲۰ ټنه و.

خو نوموړی زیاتوي چې د تېر کال پرتله د زعفرانو بیې لوړې شوې دي.

ښاغلی غوثي وايي، تېرکال یو کیلو زعفران له ۲۵ تر ۳۰ زرو افغانیو پلورل کیدل، خو سږ کال یو کیلو له ۹۰ تر ۱۰۰ زرو افغانیو پورې خرڅېږي.

د نوموړي په وینا، په روان کال کې د هرات زعفران چین، متحده عربي اماراتو، ترکیې او اروپايي هېوادونو ته صادر شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ سږ کال په ۳۴ ولایتونو کې په ۸۰۰۰ هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.