زیارمل: هیلې شته چې د نړیوالو او طالبانو ترمنځ به نورې تعقیبي ناستې هم وشي

د بشري حقونو فعال خان اغا زیارمل او نور استازي

د ناروې د غونډې افغان ګډونوال وایي، طالبانو د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق د ټینګښت ښې ژمنې کړي، خو دوی یې عمل ته سترګې په لاره دي.

دا غونډه چې پر سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو ورټوله ده، دوه ورځې مخکې پیل او نن په درېیمه ورځ پای ته رسیږي.

د بشري حقونو فعال خان اغا زیارمل وایي، داسې هیلې شته چې د نړیوالو او طالبانو ترمنځ به پر بشري موضوعاتو نورې تعقیبي ناستې هم کېږي.

له ښاغلي زیارمل سره د ازادي راډیو خبریال اسدالله لودین مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلی چې د بشري حقونو په اړه د طالبانو خبرې څومره افغان او بهرنیو فعالانو ته د قناعت وړ وې؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه