د زده کړو نړیواله ورځ؛ له زده کړو د افغانو نجونو محرومیت څه وخت پای ته رسېږي؟

افغانه محصله

د جنوري ۲۴، د زده کړې نړیواله ورځ په داسې حال کې را ورسېده چې افغانستان کې ډیری زده کوونکې او محصلانې له زده کړو بې برخې شوې دي.

شکېبا مرادي د اووم ټولګي زده کونکې ده، نوموړې وایي، له کومه چې ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي دي، د کورسونو له لارې یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی او په تمه ده چې ښوونځي به هم د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

شکېبا وایي:" متاسفانه په دغه شرایطو سره چې اوس رامنځته شوي دي زه نشمه کولای چې ښوونځي ته لاړه شمه؛ اوس په داسې یو وضعیت کې زه انګلیسي کورسونه او د بیان فن کورسونه تعقیبومه خو غواړمه چې مکتبونه بېرته پرانیستل شي ترڅو وکولای شمه چې روښانه راتلونکی ولرمه"

ارشیف؛ د طالبانو له واکمنۍ وړاندې یو شمېر افغانې نجونې د کمپیوټر زده کړې کوي

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په سولې او پراختیا کې د زده کړو د مهم رول په پار، د جنوري په ۲۴مه د زده کړو د نړیوالې ورځې په نوم نومولې، خو دغه ورځ سږکال په افغانستان کې په داسې حال کې رارسېږي چې د دې هېواد ډیری زده کوونکې او محصلینې له زده کړو بې برخه شوي دي.

افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت وروسته، طالب چارواکو تل ویلي، په داسې طرحې کار کوي چې له مخه یې نجونو ته اجازه ورکړل شي چې د اسلامي شرایطو په پام کې نېولو سره ښوونځیو او پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس احمد عزیز ریان ازادي راډیو ته وویل، طالبان هیله مند دي چې تر حمل میاشتې پورې ښوونځي د نجونو پر مخ پرانېزي.

ریان وایي:"د پوهنې وزارت په استازیتوب د دې خبرې تصدیق کوو او دا وایو چې ډیره زیاته امیدواري مو ده چې د راتلونکي تعلیمي کال له پیل او د پسرلي موسم په شروع کې ټول د نجونو مکاتب هم د هلکانو مکاتبو په شان پرانیستل شي اما کېدای شي؛ اسلامي امارت په اولو کې ډېره هڅه کېږي چې ښوونځي سره جلا وي، که چېري د ښوونځیو جلا کېدل ممکن نه وو نو په دې صورت کې به وختونه به جلا کېږي او بله مهمه خبره دا ده چې نارینه شاګردانو ته به د نارینه ښوونکو له خوا درس ورکول کیږي او ښځینه شاګردانو ته به د ښځینه ښوونکو له خوا"

ښاغلی ریان مني چې مخکېني حکومت کې هم اسلامي شرایطو ته پاملرنه شوې ده خو وایي چې د طالبانو حکومت غواړي چې اسلامي شرایطو ته ښه او تر پخوا ډېره پاملرنه وشي.

ارشیف؛ په بادغیس کې نجونې ښوونځي ته روانې دي

په ورته وخت کې د دولتي پوهنتونونو تړلي حالت هم یو شمېر افغانې مصحلانې د خپل راتلونکي په تړاو اندېښمنې کړې دي.

مریم مهري د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د درېیم کال محصله ده/ نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت باید دمحصلینو غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

اغلې مهري وایي:" مخکې له دې چې طالبان راشي زموږ درسونه ډېر ښه مخکې تلل/ یعنې موږ ډېر په شوق او علاقې سره خپل درسونه تعقیبول خو د نوي حکومت له راتلو څخه چې تقریباً پنځه میاشتې کېږي چې زموږ درسونه شاته پاتې شوي. د اسلامي امارت نه دا غوښتنه لرو چې باید کوښښ وکړي چې زمونږ پوهنتونونه شروع شي"

د طالبانو د لوړه زده کړو وزارت بیا ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي.

د دغه وزارت ویاند احمد تقي ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي امارت د لوړه زده کړو وزارت پرلپسې هڅې کوي چې امارتي پوهنتونونه ډېر ژر په دغو څو ورځو کې پیل کړي او ان شاء الله د پوهنتونونو د پیل زیری به ډېر ژر ټولو محصلانو او ټولو هېوادوالو ته واوروو. "

خو ښاغلی تقي هم وایي چې د پوهنتونونو پیل به له یو شمېر بدلونونو سره مل وي.

افغانه نجلۍ چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښوونځي دروازه یې پر مخ تړل شوې

نوموړی وايي چې د هلکانو او نجونو درسي صنفونه به له یو بله جلا شي؛ نجونو ته به ښځینه استادانې او هلکانو ته به نارینه استادان درس ورکوي او د امکانانو په صورت کې به درسي تایمونه یې هم بېل شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف د معلوماتو پر بڼسټ همدا اوس په ټوله نړۍ کې ۲۸۵ ملیونه ماشومان له زده کړو محروم دي.

د دې ترڅنګ د بښنې نویوال سازمان په خپله ټویټر باڼه لیکي، سږکال په داسې حال کې د زده کړو له ورځې لمانځنه کېږي چې ۱۲۹ ورځې کېږي په افغانستان کې له شپږمه ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه شته او ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي دي او له دې سره نجونې له خپل لومړني حق چې علم دی بې برخې شوي دي.

دغه سازمان له طالب چارواکو غوښتي چې د نجونو ښوونځي پرانېزي.