امریکا خپلو اتباعو ته: له اوکراینه ووځئ

اوکراین کې د امریکا سفارت

د امریکا متحدو ایالاتونو په اوکراین کې د خپل سفارت د کارکوونکو د کورنیو غړو ته له کیف د وتلو امر وکړ.

امریکا ویلي د روسیې د پوځي اقدام د خطر له کبله دې ټول امریکايي اتباع له اوکراینه پر وتلو غور وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، د سفارت غیر ضروري کارکوونکي کولای شي په خپله خوښه د حکومت په لګښت له اوکراینه ووځي.

یوه چارواکي ویلي، دا احتیاطي ګامونه دي چې د هغه په خبره له اوکراینه د امریکا د ملاتړ پر تعهد کوم اغیز نه کوي.

دغه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، دا ونه ویل چې دا مهال په اوکراین کې د امریکايي وګړو شمېر څو ته رسېږي.

وروسته له هغې چې روسیې د اوکراین پولې ته څېرمه خپل زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړل، غربي چارواکو د اوکراین په وړاندې د روسیې د پوځي اقدام د احتمال خبرداری ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د اوکراین په ختیځ کې د روسیې له خوا په اشغال شویو سیمو کې د اټکل وړ نه دی او د خرابۍ خوا ته روان دی