په کابل کې یو شمېر معترضې مېرمنې؛ عالیه عزیزي بې ګناه ده خوشې یې کړئ

عالیه عزیزي

په کابل کې یو شمېر معترضو مېرمنو د عالیې عزیزې د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکې ادعا کوي چې طالبانو عالیه عزیزي پرته له کوم جرمه بندي کړې او دا د بشر حقونو نقض دی.

د دې لاریون غړې شبنم توانا ازادي راډيو ته وویل، طالبانو د تېر حکومت دولتي او نظامي کارکوونکو ته عمومي عفوه اعلان کړې خو د عالیې نیول او بندې کېدل له عفوې ښکاره سرغړونه ده.

دا لاریون کوونکې ادعا کوي چې طالبانو عالیه عزیزي پرته له کوم جرمه بندي کړې

اغلې توانا وایي:" موږ نن د عالیې عزیزې د خلاصون لپاره خپل غږ پورته کړی و، موږ دا غوښتل چې ووایو اغلې عزیزي بې ګناه ده او له تېرو څلور میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا بندي شوې خو طالبانو موږ پرې نه ښودلو."

د لاریون بله ګډونواله روخیه رضوان وایي:" موږ د عالیې عزیزې د خوشې کېدو لپاره خپل غږ پورته کړ، موږ ته طالبانو دا ډاډ راکړ چې په دې اړه به له چارواکو سره خبري کوي او د شنبې په ورځ به په دې اړه پریکړه کوو. "

لاریون کوونکو دغه شان له نړیوالو، اورپايي ټولنې او د افغان مېرمنو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې د عالیې عزیزې د خوشې کېدو په اړه پر طالبانو د فشار غوښتنه وکړه.

عالیه عزیزې ۴ میاشتې وړاندې د تلې په ۱۰ مه له کاري دفتره وړل شوې ده.

معترضو مېرمنو په نړیوالو غږ وکړ چې د عالیې وزیري د خوشې کېدو په برخه کې پر طالبانو فشار راوړي

د اغلې عزیزې ورور نظیر عارفي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل ۴۲ کلنه خور یې چې له تېرو څلور میاشتو لا درکه ده؛ د جرم او بندې کېدو په اړه یې هېڅ معلومات نه لري.

هغه وايي، خور یې د دوه اولادونو مور ده او ماشومان یې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د خپلې مور پوښتنه کوي.

نوموړي وویل:" طالبانو ورته ډاډ ورکړی و چې راشه دندې ته دې دوام ورکړه، خو د تلې په لسمه شااوخوا ۱۲ بجې د یوې وړوکي کار پسې له دفتر بیرون راوځي له همغې ورځې عالیه لا درکه کېږي او تر نن پورې یې موږ په اړه معلومات نه لرو."

د ښاغلي عارفي په خبره، طالبان باید د تېر نظام دولتي او نظام کسان پرته له کوم تکلیفه معاف او له بنده ازاد کړي.

خو طالبانو تراوسه د عالیې عزیزې د نېولو په اړه څه نه دي ويلي.

هڅه مو وکړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نظر په دې اړه واخلو خو زموږ اړیکې یې ځواب نه کړې.

که څه هم طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واک له ترلاسه کولو وروسته عفوه اعلان کړه خو بیا هم په ټولنیزو رسنیو کې د تېر حکومت د دولتي کارکونکو په ځانګړي ډول د پوځیانو د وهلو او زورولو ویډوګانې د طالب عسکرو له خوا خپرې شوې .

خو طالبانو بیا په ځلونو د دې ډول پېښو د مخنیوي خبره کړې او ټول طالب عسکر یې عمومي عفوې ته ژمن بللي.