د امر بالمعروف وزارت: کابل کې مو د شرعي حجاب پوسټرونه د ښځو د هڅونې لپاره لګولي

د طالبانو له خوا لګول شوي تازه پوسټرونه

د طالبانو د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت وایي،کابل کې د شرعي حجاب مراعتولو سپارښتنو پوسټرونه د ښځو د هڅونې لپاره لګول شوي دي.

جمیله د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده.

نوموړې د هغه څه په اړه وايي چې له پخوا راهیسې د افغان ښځو او نجونو د ستر لپاره کارول شوي دي.

جمیله وایي:"زموږ د وطن دغه رواج دی، ځونډي دار ټیکرې جوړه وو او په خپله یې جوړه وو؛ تور او شنه ځونډي ورته اچوو. څوګ چې زموږ مخې ته راشې په همدغه باندې خپل مخ پټوو؛ چادري او حجاب موږ نه کوو، دغه زموږ د وطن رواج دی"

په بدخشان کې ښځې په یوې کارخونې کې په لاس کالې جوړوي

امنه مایار د وردګو ولایت اوسېدونکې ده.

دا هم وايي چې حجاب او چادري د افغانو نجونو او ښځو ستر او دود او دستور نه دی.

اغلې مایار وایي چې لوي ټیکرۍ له ډېر وړاندې افغان مېرمنو کارولی او همدغه د افغانانو دود او دستور دی.

نوموړې زیاتوي:"وردګو کې ښځې او نجونې لوی لوی ټیکرې او لوپټې پر سروي؛ یعنې هلته چادري او یا حجاب چې دوه سترګې ترې ښکاره شي نه تر سترګو کېږي او دا د وردګو دود او دستور نه دی"

لینا بیا د پلازمېنې کابل اوسېدونکې ده.

دا وايي، له کله چې یې په کابل کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د ښځو د حجاب په اړه لګول شوي پوسټرونه تر سترګو شوي، حیرانه پاتې او وېرېدلې ده.

لینا وایي:"طالبان غواړي دې کارونو سره د خلکو په منځ کې وېره رامنځته کړې. هغوي هېڅ بدلون نه کوي؛ هغوی فکر کوي چې په زور حاکمیت کولای شي او په زور پر خلکو پردی دود او دستور منلی شي؛ زه وېرېږمه چې داسې ورځ به راشي چې په ښځو باندې به د لښتو په زور چادري پر سر کړي".

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت تازه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې داسې پوسټرونه لګولي چې ښځو ته په کې د اسلامي حجاب سپارښتنه شوې ده.

په دغو پوسټرونو کې د مثال په ډول د چادرۍ او تورې برقې یا عربي حجاب تصویرونه ښودل شوي دي.

طالبانو د خپلې مخکېنۍ واکمنۍ پر مهال هم پر ښځو چادرۍ تحمیل کړې وې او که چېرې به چا له دې امر سرغړونه کوله په عام محضر کې به وهل کېدلې .

یو شمېر ښځېنه فعالانې وایي چې چادري د طالبانو د واکمنۍ په لومړنۍ دوره کې دود شوه

خو اوس د طالبانو د امربالعروف وزارت وايي چې دا پوسټرونه د هڅونې او سپارښتنې لپاره دي او د زور او جبر له لارې به عملي نه شي.

د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر ازادي راډیو ته په استول شوې ویډیو کې ویلي، چادرۍ او حجاب د افغانانو ترمنځ عام دی، نو ځکه دوی د بورقې او چادرۍ عکسونه په دغو پوسټرونو کې لګولي دي.

عاکف وایي:"کابل ښار کې ځینې بنرونه لګېدلي دي او هغه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لوري شوي دي؛ خو دا یوه تشویقي بڼه لري ترڅو زموږ خویندې تشویق شي حجاب ته او په دغو بنرونو کې ځکه د چادرۍ او عربي حجاب لګول شوي چې په ټولنه کې همدغه حجاب کارول کیږي او په عموم کې افغان ټولنه کې چادري یو دود او فرهنګ وو"

خو د افغان ښځو د سولې او ازادۍ سازمان مرستیاله تورپیکۍ وایي چې چادري د طالبانو د لومړي حاکمیت په دوره کې عامه شوه.

نوموړې وایي چې طالبان دې دا فکر نه کوي چې څه یې د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال کړې دا ځل یې هم کولی شي.

تورپیکۍ وایي"چادري او تور حجاب زموږ د مېرمنو دود او دستور نه دی؛ طالبان دې دا فکر نه کوي چې کولای شي په افغان مېرمنو یو وارې بیا څه چې غواړي تحمیلولی یې شي."

اغلې تورپیکۍ وايي چې دوی به د دا شان کړنو پر وړاندې ودرېږي.

د یادونې وړ ده چې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت تائید کړې وه چې په یوه توصیه نامه کې یې د ښاري موټرونو له چلوونکو دا غوښتي چې بې حجابه ښځې په موټر کې پورته نه کړي او بې محرمه دې له ۴۵ کیلومټره ډېر لرې سیمو ته هم ونه رسوي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وایي چې طالبانو دغه کار د شرعي اصولو له مخې کړی خو په ټینګار سره وايي چې د دغه توصیو د نه عملي کېدو په صورت کې دوی له زوره کار نه اخلي.

د یادونې ده چې مخکې طالبانو نجونې هم له شپږم ټولګې پورته له زده کړو راګرځولې او ډیری دولتي کارکوونکې یې هم په کور کېنولې دي.

یو شمېر ښځو په دې تړاو لاریونونه او اعتراضیه غونډې هم کړې چې د یو شمېر مخه یې هم د طالبانو له خوا نیول شوې ده.

د ې کار نړیوال غبرګونونه هم له ځانه سره لرلي دي.

تازه، د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو له اعتراضونو سره یو وار بیا د پیوستون غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان پرون په خپل ټویټر کې د ښځینه معترضانو د یوې ویډیو تر څنګ لیکلي، افغان مېرمنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپلو بنسټېزو حقونو لپاره خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

دغه سازمان په یوه انلاین کمپاین کې له خلکو غوښتنه کړې چې له افغان ښځو سره د پیوستون لپاره خپل غږ ملګری کړي.