ای‌اوام: افغانستان سږکال سلګونه زره بې‌ځایه شوي او تر ملیون زیات راستانه شوي لرل

ارشیف، له ایرانه راستانه کړل شوي افغان پناه غوښتونکي

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا ای‌اوام (IOM) وايي ۲۰۲۱م کال چې نن‌یې وروستۍ ورځ ده، د زیاتو افغان وګړو لپاره له کړاوه ډک و.

دغه سازمان پرون په ټویټر کې لیکلي، په دې کال په سلګونو زره نوي کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شول او تر یو ملیون زیات نور بیا له نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته اخراج کړای شول.

د کډوالۍ نړیوال سازمان له خپل دغه متن سره د خپل درخواست هغه لېنک هم خپور کړی چې له مرستندویانو یې په افغانستان کې د ملیونونو افغانانو د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د څه کم ۱۵۸ ملیون ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه وايي پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې هم د افغانستان امنیتي وضعیت ناوړه و چې تر جولای میاشتې تر دوه‌نیم سوه زره ډېرو کسانو خپلې مېنې پرېښې وې چې ورسره د ټولو بې‌ځایه شویو کسانو شمېر درې نیم ملیون کسانو ته ورسېد.

یوه امریکايي پوځي الوتکه چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته‌یې ډېری افغان پناه غوښتونکي چې امنیتي وېره‌یې درلوده له افغانستان وایستل شول

د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر، انتونیو ویتورینو تېره میلادي میاشت خبرداری ورکړی و چې دوامداره شخړې، سختې بې‌وزلۍ او ناوړه اقلیمي شرایطو افغانستان د پاشلتیا خوا ته برابر کړی دی.

په همدې حال کې د بشري حقونو نړیوال سازمان د اسیا برخې مرستیالې پاترېشیا ګاسمن پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې د اګسټ له نیمايي راهیسې په افغانستان کې که څه هم د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د تاوتریخوالي اندازه کمه شوې، خو د هغې په خبره لوږې چې عمده علت‌یې غربي پالېسۍ دي، د ملیونونو ماشومانو په ګډون ګڼ افغانان د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د درېیو ماشومانو مور ازاده چې پخوا ښوونکې وه وايي، پنځه میاشتې مخکې د جګړو له کبله له کاپیسا څخه کابل ته کډې کولو ته مجبوره شوه.

دا زیاتوي: "په کرايي کور کې ژوند کوو او هېڅ امکانات نه‌لرو. هوا سړه ده. تر اوسه مو نه سکاره اخیستي دي، نه هم کومه مرسته راسره شوې ده."

د طالبانو حکومت د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر شااوخوا یو ملیون ښيي او وایي له دوی سره د مرستې پلان لري.

ارشیف، افغانستان کې یوه بې‌ځایه شوې کورنۍ

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ازادي راډیو ته وویل: "دوی ته زموږ پلان دغه دی چې د اړوندو مؤسساتو په همکارۍ دوی ته ترانسپورټ برابروو، له دوی سره د غذايي موادو او نقدي مرستې کېږي، دوی بېرته خپلو کورونو ته ورګرځي."

په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په دوهمه نیمايي کې د بې‌وزلۍ د زیاتېدو او له لوږې سره د ملیونونو افغانانو د مخامخېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي دفتر پرون د ملګرو ملتونو په حواله په یوه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۱م کال کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر نیمايي یا د نفوسو نیمايي ته ورسېد.

په افغانستان کې زیات کسان د ۲۰۲۱م کال پر مهال د جګړو ترڅنګ د اقتصادي ستونزو له کبله هم د کار او یوې مړې ډوډۍ پیدا کولو په هیله له یوې سیمې بلې هغې ته کډه شوي دي.