د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: په کور دننه یو میلیون خلک بې ځایه شوي


ارشیف، کابل کې افغان کډوال
ارشیف، کابل کې افغان کډوال

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي، د دوی موندنې ښيي چې په کوردننه د بې ځایه شوېو کسانو شمېر څه باندې یو میلیون دی.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه د دې بې ځایه شوېو شمېر شااوخوا درې نیم میلیونه یادوي.

د دې بې ځایه شوېو ډېره برخه هغه دي چې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دوی کې ځینې شکایت لري چې د مرستو په وېش کې ورسره د مور مېرې چلند کېږي.

طالبان تائیدوي چې ممکن د مرستو د وېش په پخوانیو لېستونو کې ځینې ستونزې وې، خو په خبره یې اوس دوی د موسسو پر مرستو بشپړه څارنه لري.

د ازادي راډیو خبریال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ویاند عبدالمطب حقاني سره مرکه کړې او په پیل کې د بې ځایه شوېو د وضعیت په اړه پوښتلی.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې تړونۍ کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

XS
SM
MD
LG