د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغان ښځو، نجونو او د بشري حقونو په برخه کې رینا امیري خپله ځانګړې استازې وټاکله.
رینا امیري په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا د حکومت سلاکاره پاتې شوې، له ملګرو ملتونو سره یې کار کړی او د افغانستان په اړه یې په څیړنیزو چارو کې برخه اخیستې ده.
د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې اغلې امیري د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د هغه وخت د ځانګړي استازي جګپوړې سلاکاره وه.
د افغانستان لپاره د امریکا اوسني ځانګړي استازي توماس وېسټ په ټویټر کې لیکلي دي چې دی خوشاله دی چې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه له رینا امیري سره یوځای کارته دوام ورکړي.
Welcome back to the State Department, Rina Amiri. Thrilled to be working again with Rina in her capacity as Special Envoy for Afghan Women, Girls, and Human Rights. She brings deep experience and expertise to the job, which we need. https://t.co/r0MqtuAmxv
— U.S. Special Representative Thomas West (@US4AfghanPeace) December 29, 2021
د ښاغلي وېسټ په باور رینا امیري ژوره تجربه او تخصص لري چې دی اړتیا ورته لري.
بل لورته د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې وېنډي شېرمن په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ښځو مشارکت غواړي.
Peace and stability in Afghanistan requires that women and other marginalized groups be fully included in society. That’s why @SecBlinken has appointed Rina Amiri as our new Special Envoy for Afghan Women, Girls, and At-Risk Populations. We are thrilled to have her leadership. https://t.co/flBJRvsedP
— Wendy R. Sherman (@DeputySecState) December 29, 2021
د دې ټاکنې په تړاو د افغانستان د پخواني ولسې جرګې غړې او د سیاسي چارو شننونکې شکریې بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل چې د رینا امیري له ټاکل کېدو سره دا هیله منه ده چې د افغان ښځو د سیاسي مشارکت په برخه کې به بدلون راشي او دا ځکه چې د دې په وینا اغلې امیرې دا وړتیا لري.
اغلې بارکزۍ زیاته کړه: "دا ښه پرېکړه ده ځکه چې مېرمن امیري سربېره پردې چې خپله افغاني الاصله ده په افغانستان کې یې کار کړی دی د افغانستان سیاسي، اجتماعي ټولنیز فرهنګي جوړښت سره پوره بلدیت لري او د دې ترڅنګ وړتیا یې هم لري چې وتوانېږي د افغانستان له مېرمنو سره مستقیمه رابطه حفظ کړي او همدا رنګه موثره واقع شي ځکه چې په بین المللي ادارو کې یې هم کار کړی دی."
د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر په ورته خت کې سټیفني فوستر، د بهرنیو چارو د وزارت پخوانۍ ماموره د افغان ښځو او نجونو د بیا مېشتېدو په چارو کې د جګپوړي سلاکارې په توګه وټاکله.
دا دوه تنه څه باندې څلور میاشتې وروسته تر دې ټاکل کېږي چې طالبانو کابل نیولی دی او تر واکمنېدو وروسته یې پر ښځو یو لړ بندیزونه لګولي دي، همدا راز یې په ګڼو ولایتونو کې تر شپږ ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې کړې دي.
طالبان وایي چې دوی ښځو ته د اسلام په چوکاټ کې حقوق ورکوي.
د رویټرز اژانس په وینا د امریکا د متحد ایالاتونو د ولسمشر جوبایډن اداره په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقضېدو له راپورونو وروسته تر فشار لاندې ده او د بایډن د ادارې دننه مېرمنو په تېرو څه باندې څلورو میاشتو کې په ایمیلونو او برېښنایي پیغامونو کې د افغان ښځو د حقونو په برخه کې د ادارو دننه او بهر اندیښنې ښکاره کړې دي.