طالبان: افغانستان کې تر۵۰۰ داعشیان فعالیت کوي، ۳میاشتو کې ۶۰۰ نیول شوي وو

د داعش وسله وال

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې- داعش د غړو شمېر کم بولي او وايي چې د دې ډلې پر ضد د طالبانو مبارزه روانه ده.

له دې مخکې د داعش ډلې خراسان څانګه، په افغانستان کې د طالبانو لپاره د یوې مهمې ننګونې په توګه یادېدله، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، پخوا تردې د داعش ډلې شااوخوا زر وسله وال په افغانستان کې فعال وو چې شااوخوا ۶۰۰ تنه ترې نیول شوي دي.

دی وايي: "داعش ډله د شمېر له پلوه ډېره دقیقه نه ده، خو د ۳۰۰- ۴۰۰ یا ۵۰۰ ترمنځ ښايي د دوی شمېر وي البته هغوی چې پاتې دي. موږ پخوا د دوی یوه شمېره درلوده چې د ۹۰۰- ۱۰۰ ترمنځ وه، خو د دوی ۶۰۰ کسان موږ نیولي او اتیا سل کسان یې په بېلابېلو عملیاتو کې وژل شوي هم دي، په تېرو درېیو میاشتو کې."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، پخوا د داعش ډلې شااوخوا زر وسله وال په افغانستان کې فعال وو.

ښاغلي مجاهد یادونه وکړه چې د داعش ډلې ټول حرکات او پلانونه د طالبانو تر څار لاندې دي او زیاته یې کړه چې طالبانو د داعش ډلې د افکارو د پراختیا مخه نیولې ده.

له بلې خوا د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کنټ مککنزي وايي چې د داعش ماتول د طالبانو لپاره ګران کار نه دی: "طالبان لا هم فرصت لري چې د اسلامي دولت ډلې پرضد اقدام وکړي. دې ډلې په ټول افغانستان کې د طالبانو پر ضد خونړۍ حملې کړي. فکر کوم د طالبانو لپاره به اسانه وي چې د دې ډلې پر وړاندې ځوابي اقدام وکړي."

د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کنټ مککنزي

د طالبانو حکومت داعش د خپلې واکمنۍ پر وړاندې لوی ګواښ نه ګڼي او ټینګار کوي چې د دې ډلې د وسله والو ځالې به ویجاړې کړي.

له هغه مهاله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي د داعش ډلې خراسان څانګې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ګڼو حملو پړه منلې ده.

داعش ادعا وکړه چې په اګسټ میاشت کې، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو او افغان وګړو د وتلو د اړ و دوړ پر مهال د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یوه خونړۍ چاودنه او وروسته د وږي د میاشتې په لومړیو کې په کندز او کندهار کې پر دوو جوماتونو حملې دې ډلې کړې دي.

په دې بریدونو کې له ۳۰۰ زیات کسان چې ۱۳ امریکايي پوځیان هم په کې وو، ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.