جو بایډن په نړۍ کې د ډموکراسۍ او حقونو د شاتګ خبرداری ورکړ

ولسمشر بایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اقتدار او استبداد د پراختیا پر ضد د ډموکراسۍ د ساتنې د ژمنو د تازه کولو غوښتنه وکړه.

بایډن د ډموکراسۍ لپاره د دوه ورځنۍ انلاین غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل، بهیرونه "عمدتاً غلط لوري ته روان دي" او دموکراسۍ اتلانو ته اړتیا لري.

بایډن د نړۍ د ځینو مشرانو کړنو ته په اشارې وویل چې ډموکراسۍ د شاتګ له خطر سره مخامخ ده: "دا بهیرونه د نړیوالو ننګونو له کبله چې تر پخوا ډېرې پیچلې شوي، لا خرابه کېږي، د دغو اندېښنو د لېرې کولو لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده، دوی د خپل قدرت او په نړۍ کې د نفوذ د زیاتېدو په هڅه کې دي، دوی له روانو ستونزو سره د مقابلې لپاره ځپونکي سیاستونه او اقدامات ښه لاره بولي."

د ډموکراسۍ د خطر خبرداري داسې مهال ورکول کېږي چې د امریکا په سیال هېواد روسیه او دغه راز بېلاروس او یو شمېر نورو هېوادونو کې په ازادو رسنیو فضا تنګه شوې ده.

بایډن د نړۍ د ځینو مشرانو کړنو ته په اشارې وویل چې ډموکراسۍ د شاتګ له خطر سره مخامخ ده

بایډن وویل، ډموکراسي ناڅاپي نه رامنځته کېږي او په خبره یې اړتیا ده چې د هر نسل لپاره تازه شي. د ده په باور، همدا مساله د اوس مهال مهمه ننګونه ده.

سپینه ماڼۍ دا دوه ورځنۍ انلاین غونډه د امریکا او همفکره متحدانو له خوا یې د استبداد، فساد او بشري سرغړونو د مقابلې لاره بولي.

د دې غونډې له پرانیستو سره هم مهاله د بایډن ادارې ویلي، له کانګرس سره کار کوي چې د نړۍ په کچه د ډموکراسۍ د تازه کولو د نوي نوښت لپاره څه باندې ۴۲۴ میلیونه ډالر برابر کړي.

د دغه نوښت له لارې د ډموکراسۍ د بنسټونو له هغې ډلې د ازادو رسنیو او ډموکراتیکو اصلاحاتو ملاتړ کیږي.

بایډن دا غونډه د ګډې راتلونکې لپاره ښه فرصت یاد کړ: "ډموکراسۍ ټولې یو ډول نه دي، په نننۍ غونډه کې ټول په هر څه موافق نه دي، خو زما په نظر هغه غوراوي چې نن په ګډه پرې خبرې کوو، د ګډې راتلونکې او نورو نسلونو لپاره یوه لاره ده."

د سپینې ماڼۍ له خوا د دې غونډې پر جوړېدو د چین، روسیې او د ناټو د متحد هنګري له خوا نیوکې هم شوي چې ور بلل شوي نه دي.

له غونډې مخکې په واشنګټن کې د چین او روسیې سفیرانو په یوه ګډه مقاله کې د خپلو حکومتونو له جوړښته دفاع وکړه.

دوی دواړو په دې مقاله کې چې نېشنل انټرست مجلې ته یې لیکلې، امریکا تورنه کړې چې "د سړې جګړې ذهنیت" تعقیبوي او په نړۍ کې 'ایډیولوژیکو تضادونو ته لمن وهي.'

دې غونډې ته د بلل شوېو لېست هم د بحث وړ دی، هغه ځکه چې پاکستان او فیلیپین ور بلل شوي، خو د اروپایي ټولنې د غړي هېواد هنګري حکومت نه دی غوښتل شوی.

د برازیل ولسمشر جایر بولسنارو ( Jair Bolsonaro) ته بلنه لیږل شوې وه، خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ته چې هېواد یې د ناټو غړی هم دی، بلنه نه وه ورکړل شوې.