د ملګرو ملتونو او ايران چارواکو د افغانستان امنيتي او بشري وضعيت په اړه خبرې وکړې

د ايران ملي بيرغ

ټولنیز-اقتصادي کړکېچ او امنیتي ګواښونه هغه عمده مسایل دي چې دا وروستي څو وخته د افغانستان له نوم سره تړلي بلل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیاله مټه نوډسن تهران ته تللې او د یکشنبې په ورځ‌یې په پاسنیو عمده مسئلو او بشري مرستو باندې له ایراني چارواکو سره خبرې کړي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په دې تړاو یو راپور ورکړی.

د راپور له مخې مېرمن مټه نوډسن د ایران د بهرنیو ستراتېژيکو اړیکو د شورا له منشي سید عباس عراقچي سره د افغانستان په روان وضعیت له هغې ډلې امنیتي اندېښنو، داعش او د افغانستان په راتلونکې حکومتوالۍ بحث کړی دی.

عباس عراقچي

ایران په افغانستان کې د داعش له مخ په زیاتېدونکي فعالیته تل اندېښنه ښودلې او په مهارولو باندې یې ټینګار کړی دی. همداراز ایراني چارواکو څه وخت مخکې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې غونډې په ترسره کولو سره په افغانستان کې د یوه ټول‌شموله حکومت په جوړېدو باندې ټینګار کړی، هغه دریځ چې دوی ان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې هم پرې ټینګار درلود.

ایرنا د عراقچي په حواله زیاته کړې چې هېواد یې په افغانستان کې د یوه داسې ټول‌شموله حکومت په جوړېدو ټينګار کړی چې د دغه هېواد او له ایران سره‌یې د پولو امنیت ډاډمن کړي.

ایرنا لیکلي چې عراقچي د ملګرو ملتونو استازې اغلې نوډسن ته ډاډ ورکړی چې هېواد يې په افغانستان کې له خلکو سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو له هڅو ملاتړ کوي او د افغانستان اهمیت ته په کتو ایران یو ځانګړی استازی هم ورته ټاکلی.

که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یوناما تهران ته د اغلې مټه نوډسن په سفر باندې څه اعلامیه نه‌ده ورکړې، خو ایرنا اژانس د اغلې نوډسن په حواله له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې په جدي مرستو ټينګار کړی په تېره بیا د ژمي په رارسېدو چې د اړمنو افغانانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

د افغانستان روان بشري-اقتصادي کړکېچ او امنیتي تهدیدونه دا اوونۍ په یوه بل نړیوال مجلس کې هم یاد شول.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د مدیترانې ډیالوګ ته په وینا کې چې په افغانستان باندې متمرکز و په دغه هېواد کې روان کړکېچ او امنیتي ګواښونه د سختې اندېښنې وړ وبلل.

د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بند عبدالرحمن ال‌ثاني

ده وويل: "موږ د سیمې، ګاونډيو هېوادونو، اروپا او امریکا په څېر ورته اندېښنې لرو. زه باوري یم چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او بې‌ثباتۍ ګواښ په ټولو هېوادونو خطرناکه اغېزې ولري، نو زه فکر کوم دا باید یوه موقع وګڼل شي چې موږ ټول سره یو شو او د افغانانو د ګټو لپاره په ګډه کار وکړو."

ال ثاني وویل د اګسټ په نیمايي کې د تېر افغان حکومت سقوط او د طالبانو بیا واکمنېدل ټول حیرانه کړل او مختګ لار یې ټولو ته مبهمه کړه.

د قطر دغه لوړپوړي چارواکي ټينګار وکړ چې بشري مرستې باید سیاسي ونه‌ګرځول شي او اړمنو افغانانو ته په وخت ورسول شي.

په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره دغه هېواد له اقتصادي کړکېچونو او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی.

له بلې خوا که څه هم طالبان د داعش خطر کم لاس نیسي، خو د کابل د هوایي ډګر، د کندز او کندهار د شیعه‌ګانو په جوماتونو خونړي بریدونه او ځینې نورې وړې بمي چاودنې چې دې ډلې یې مسؤلیت منلی په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنې زیاتې کړي.