مېل انلاین له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پر څرنګوالي نیوکه کړې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

  • مېل انلاین

مېل انلاین له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو یوه لیکنه خپره کړې ده.

په لیکنه کې راغلي، کله چې د امریکا د دفاع وزیر وپوښتل شو چې له افغانستانه د ځواکونو پر وتلو پښیمانه دی؟ تر لنډې چوپتیا او مکس وروسته یې وویل چې هغه د کابل هوایي ډګر کې د ۱۳ امریکایانو او همدې سیمې ته نژدې د لسو افغانانو پر وژنه خواشینی دی.

لوېډ اسټن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو د وروستیو ورځو په اړه دا خبرې په کالیفورنیا کې د ریګان ملي دفاع ټولنې په یوه بحث کې کړې دي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د راوتلو په وروستیو ورځو کې د کابل هوایي ډګر ته څېرمه داعش بریدونه وکړل چې د شااوخوا یو نیم سل افغانانو په ګډون ۱۳ امریکایان هم په کې ووژل شول.

له همدې بریده وروسته د امریکا بې پیلوټه الوتکې هوایي ډګر ته نژدې پر یوه کور بمباري وکړه چې ۱۰ ملکیان یې ووژل.

امریکا هغه مهال وویل چې د اسلامي دولت نومې ډلې داعش غړي یې په نښه کړي، خو وروسته څرګنده شوه چې قربانیان ټول ملکیان او د یوې کورنۍ غړي دي.

مېل انلاین په خپله لیکنه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.

  • فایننشل ټایمز

فایننشل ټایمز ورځپاڼې بیا د افغانستان د کانونو په سکټور کې د چین پر احتمالي پانګونې یوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې په پيل کې راغلي، د چین د کانونو ډلې د افغانستان د لیتېمو او مسو برخه کې پر څېړنه لګیا دي چې د پانګونې فرصتونه په کې وګوري.

ورځپاڼې په کابل کې د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی یاد شوی لیکلي، د چین د کانونو د صنعت استازو په وروستیو کې افغانستان ته سفر هم کړی دی.

په مقاله کې راغلي، چین د اګسټ له میاشتې راهیسې له طالبانو سره د مستقیمو اړیکو لاره غوره کړې او په هغو لومړنیو هېوادونو کې دی چې افغانستان ته یې بشري مرسته استولې ده.

ورځپاڼې د سنګاپور ملي پوهنتون د یوه متخصصې Claudia Chia کلودیاچیا په حواله لیکلي، پرمختللي اقتصادونه هڅه کوي چې د لیتیمو او مسو سرچینو ته لاس رسی ولري، دا دواړه سرچینې په افغانستان کې شته.

پر نورو برخو سربېره له دې معدنیاتو څخه د برېښنایي موټرو او ځیرکو ټیلیفونونو په بطریو کې هم کار اخیستل کېږي.

چین ۲۰۰۷ میلادي کال کې د افغانستان د عینکو مس د اکتشاف او کیندنې تړون هم لاسلیک کړ، خو په ظاهره د تخنیکي او امنیتي ستونزو له کبله دغه چاره وځنډېده او د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو وویل چې پر دې تړون له سره غور کوي.