پاکستان: د هند مرستې به د افغانانو په ټرکونو کې افغانستان ته ولېږل شي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د پاکستان او هند رسنیو تایید کړې چې اسلام اباد پرون جمعه (د لېندۍ ۱۲مه) موافقه کړې چې د هند د مرستې پنځوس زره ټنه غنمو او درملو ته د افغانستان په ټرکونو کې د لېږد اجازه ورکړي.

هند نژدې دوه میاشتې مخکې افغانستان ته د پنځوس زره ټنه غنمو، درملو او نورو مرستو د استولو وړاندیز کړی و.

پاکستان د نوومبر په ۲۴ مه نېټه وویل چې د بشري خواخوږۍ له مخې به د هند مرستې ته د واګه بندر له لارې په استثنایي ډول افغانستان ته د تګ اجازه ورکړي.

په دې اړه نور: پاکستان: هند ته اجازه ورکوو چې افغانستان ته بشري مرستې ولېږي

خو اسلام اباد یو شرط درلود، هغه دا چې دا مرسته به د پاکستان په ټرکونو کې افغانستان ته استول کېږي. په دې اړه د پنجشنبې په ورځ هم پاکستاني او هندي چارواکو خبرې وکړې، خو د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د لیندۍ په ۱۲مه نېټه په اسلام اباد کې دېره هندي ډپلوماټانو ته خبر ورکړ چې پاکستان منلې چې دا مرسته د افغانانو په ټرکونو کې له واګې بندره افغانستان ته واستول شي.

کابل د دې مرستې په خاطر له نوي ډېلي او اسلام اباد دواړو څخه مننه کړې.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق تېر ماښام ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "د افغانستان ولس تر بل هر وخت زیات اوس بشري مرستو، خوراکي توکو او نورو اړینو اولیه توکه ته ډېره اړتیا لري. د افغانستان حکومت د هند د دې خواخوږۍ او بشر دوستانه مرستو مننه کوي. همدا راز له پاکستانه چې هند ته یې اجازه ورکړه چې دا مرستې د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقال شي، د افغانستان حکومت له پاکستان څخه هم ډېره مننه کوي."

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن هم له افغانستان سره د هند د بشري مرستې هرکلی کړی.

نیکلسن د نوې ډېلي چاپ هندو ورځپاڼې ته ویلي چې ده له هندي چارواکو سره په کتنو کې پر هغه پلان بحث کړی چې د اروپايي ټولنې د دفتر کار کوونکي به کابل ته لېږل کېږي او د دې ټولنې د ۳۰۰ میلیونه یورو مرستې د یوې برخې په توګه به افغانستان ته بشري مرستې رسول کېږي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي نیکلسن چې په نوي ډېلي کې دی ویلي دي چې د افغانستان په مساله کې د اروپايي ټولنې او هند ارزونه ډېره سره ورته ده.

هغه همدا راز ویلي دي، اروپايي ټولنه او هند باید دا خبره یقیني کړي چې افغانستان به بیا هېڅکله د تروریستانو په ځاله نه بدلېږي.

هند او پاکستان په خپلو کې زړه تربګني پالي.

هند تل پر اسلام آباد په کشمیر، افغانستان او ټوله سیمه کې د افراطي اورپکو د ملاتړ تور لګولی دی.

د همدې تربګنۍ پر اساس نوې ډيلي د افغانستان له پخواني حکومت سره نژدې اړیکي پالل، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پاکستان برعکس، د افغانستان له مسایلو لېرې پاتې شوی دی.