امریکا: طالبانو د تعلیم په اړه نړیوالې ټولنې سره تعامل ته چمتووالی ښودلی

هرات کې د نجونو یو ټولګی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو پر مهال ټولو افغانانو ته د تعلیم د امکان د برابرولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته چمتووالی ښودلی او ښوونځیو ته د بېلابېلو عمرونو لرونکو نجونو او ښځو پر شمولیت د څارنې د هڅو هرکلی یې کړی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ په مشرۍ پلاوو پرون سې شنبې او وړمه ورځ د قطر په پلازمېنه کې خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې بېګا خپور شو ویلي دي، امریکايي چارواکو له طالبانو وغوښتل چې د ټول هېواد په کچه د ټولو نجونو او ښځو لپاره د تعلیم د امکان د برابرولو ژمنه عملي کړي.

امیرخان متقي او ټام وېسټ د قطر په پلازمېنه کې خبرې وکړې.

بیان زیاتوي چې امریکايي لوري افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په اړه اندېښنه ژوره اندېښنه وښوده او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د ټولو افغانانو حقوق خوندي کړي، د عمومي عفوې پر پالیسي عملي وکړي او د یوه ټولشموله او استازي حکومت د جوړولو په برخه کې اضافي ګامونه واخلي.

بیان یادونه کوي چې د امریکا په پلاوي کې د استخباراتي ادارو، د خزانې د وزارت او د نړیوال پرمختګ د ادارې 'USAID' استازو او د طالبانو په پلاوي کې پر طالبانو سربېره مسلکي تکنوکراتانو برخه لرله. د رویټرز په راپور کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

امریکايي چارواکو مخکې هم ویلي و چې له طالبانو سره به پر هغو مسایلو خبرې وکړې چې د امریکا لپاره لومړیتوب لري.

د دوحې د خبرو په اړه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې افغان او امریکايي چارواکو له افغانستان سره د بشري مرستو، د روانو اقتصادي ستونزو او سیاسي مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو استازو په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره تر کتنې مخکې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره هم خبرې وکړې.

د اروپايي ټولنې سرچینو ویلي دي چې دوی هم له طالبانو سره په خبرو کې د بشري حقونو، په تېره افغان ښځو او نجونو ته د تعلیم د امکاناتو پر برابرولو، په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر پر پرانېستو او نورو مسایلو خبرې وکړې.