د طالبانو حکومت په ژمي کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي هڅه کوي

ارشیف، کابل کې د هوا ککړتیا

د طالبانو حکومت وايي، هڅه کوي په ژمي کې د هوا د ککړتیا مخه ونیسي.

طالب چارواکو دا څرګندونې په کابل کې د چاپېریال ساتنې په هدف جوړه شوې غونډه کې کړي.

د کابل ښاروالي چې اوس‌مهال د چاپېریال ساتنې مسؤلیت هم لري، دې غونډې ته‌یې مرستیال حمدالله نعماني له خلکو غوښتي چې د چاپېریال ساتنې قوانین او ښاري اخلاق په خپله خوښه عملي کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد بیا د ټولو کارخونو او ښارګوټو له مسؤلانو غوښتي چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره فلترونه فعال کړي.

د طالبانو حکومت وروستیو کې یو ټیم هم ګمارلی، څو په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په هدف کار وکړي.

دا ټیم وايي، کابل کې نږدې ۲،۵۰۰ لوړپوړې ودانۍ شته چې تر اوسه‌یې په ۵۰۰ کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي تدابیر عملي شوي او ترڅنګ‌یې په ډېر شمېر حمامونه او نور چې مضر لوګي یې تولیدول، کنټرول کړي.

کابل په نړۍ کې د هوا د ککړتیا له درکه د مخکښو څو ښارونو څخه دی. په غیر معیاري توګه د نوې جوړې شوې ودانۍ، د وګړو زیاتوالی، د سونګ د معیاري توکو نشتوالی او بې‌وزلي په کابل کې د هوا د ککړتیا لوی سببونه بلل کېږي.