د پولنډ خبرداری: بلاروس دا وار د افغان کډوالو له بحرانه په خپله ګټه کار اخلي

د بلاروس-پولنډ پوله

د پولنډ لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی چې بلاروس دا وار هڅه کوي د افغانستان او ازبکستان کډوال د اروپا پولو ته راولي.

د پولنډ صدراعظم ماتیووش موراویڅکي د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې له خپلې سیالې انګریدا سیمونیټ سره په سرحدونو کې د ستونزمن وضعیت په تړاو له اوږده بحثه وروسته یوه کنفرانس ته وویل: "موږ له ازبکستان او افغانستان سره د بلاروس او روسیې په ډيپلوماتیکو او رسمي اړیکو پوهېږو. تر ډېره پورې به داسې هڅې وشي چې د افغانستان له کړکېچه د کډوالۍ د بحران د یوه نوي باب په توګه کار واخیستل شي."

موراویڅکي وایي هڅه کېږي چې د افغانستان له کړکېچه د کډوالۍ د بحران د یوه نوي باب په توګه کار واخیستل شي.

موراویڅکي زیاته کړه چې بلاروس له افغانستانه د لوېدیځو هېوادونو د غیر منظم وتلو وروسته له رامنځته شوي کړکېچ ګټه پورته کوي او اوس اروپايي ټولنه له یوې سختې سناریو سره مخ ده.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره امریکا او اروپايي ملګرو یې د اګسټ له ۱۵مې تر ۳۱مې څه باندې ۱۲۴ زره تنه له افغانستانه وایستل.

د راپورونو له مخې زرګونه نور افغانان بیا د ځمکې له لارې ګاونډيو هېوادونو پاکستان، ایران، ازبکستان او تاجکستان ته اوښتي دي.

د پولنډ د صدراعظم د څرګندونو په تړاو په تېره بیا دا چې بلاروس له افغان کډوالو په اروپايي ټولنې د فشار په توګه کار اخلي، بلاروسي چارواکو څه نه‌دي ویلي، خو مخکې راپورونو کې راغلي وو چې د پولنډ پولې ته نږدې د بلاروس په ځنګلونو کې د منځني ختيځ او افغانستان سلګونه کډوالو اړولي او هڅه کوي پولنډ ته دننه شي.

د پولنډ-بلاروس پوله

دا کډوال چې د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې یې شمېر دوو زرو ته رسېږي د نومبر له اتمې د سرحدي سیمو په سړه هوا کې کمپونه لګولي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې اکثر پناه غوښتونکي ښځې او ماشومان دي چې د پولنډ او بلاروس د عسکرو ترمنځ ایسار پاتې دي.

په وروستیو دوو ورځو کې هغو وېډیوګانو هم ګڼ غبرګونونه پارولي چې په یوه کې یې د شپې په تیاره کې د عسکرو سپی یو ویده پناه غوښتونکی داړي او په بله وېډیو کې بیا یوه کډواله ښځه خپل ماشوم لټوي او عسکر ورته وايي چې له اغزن سیم ليرې لاړه شي.

اروپايي ټولنه وايي د بلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا د اروپايي ټولنې د بندیزونو په ځواب کې د دې ټولنې ختیځو پولو ته د کډوالو په ورلېږلو سره د فشار راوړلو هڅې کوي.

اروپايي ټولنې د بلاروس په رژيم د تېر کال تر ولسمشرۍ ټاکنو وروسته د مظاهره‌چیانو د ځپلو په غبرګون بندیزونه لګولي.

بلاروس بیا په ځان دا لګېدلي تورونه وار په وار رد کړي دي.