هالنډ کې بیا د کرونا د بندیزونو پرسر اعتراض کوونکي او پولیس سره ونښتل

هالنډ کې لاریون کوونکي

هالنډ تېر ماښام یو ځل بیا د کرونا وبا د بندیزونو پر ضد د لاریونونو شاهد و .

لاریون کوونکو په هاګ ښار کې پر سړکونو اورونه بل کړل، پولیس یې په ډبرو ایستل او اور شیندونکې پټاقۍ یې چوولې.

له دې یوه ورځ مخکې د هالنډ بل ښار روتردام کې هم مظاهره وشوه.پر دې سربېره پلازمېنه امستردام او بریدا ښارونه هم د ګډوډیو شاهدان وو.

په هالنډ کې دا مظاهرې وروسته تردې پيل شوي چې حکومت یې د کرونا د پېښو د زیاتوالي له کبله تېره شنبه نسبي قرنطین یا ټولبند اعلان کړ.

هالنډ پلان لري چې هغه کسان اوس ځینو سیمو ته له تګه منعه کړي چې د کرونا واکسین یې نه دی کړی.

پر هالنډ سربېره د اروپا یو شمېر نور ښارونه هم له څو ورځو راهیسې د ورته مظاهرو شاهدان دي او لسګونه زره کسان له نویو بندیزونو سره مخالفت ښيي.

دوی د بندیزونو ضد شعارونه له ځان سره لېږدوي او غوښتنه کوي چې ازاد ژوند باید ولري.

پرون په اتریش کې هم شااوخوا ۳۰ زره کسانو مظاهره وکړه، دا وروسته تردې چې د لویدېځې اروپا دا هېواد د کرونا د مهارولو لپاره سر له سبا قرنطین عملي کوي.

پر اتریش سربېره چک جمهوریت کې هم پرون زرګونه کسانو د لګول شوېو بندیزونو پر ضد غږ اوچت کړ.

دغه هېواد کې هم سر له سبا په هغو کسانو یو لړ بندیزونه لګول کېږي چې د کرونا واکسین یې نه دی کړی.

په ټوله کې د روغتیا نړیوال سازمان هم په اروپا کې د کووېډ-۱۹ مثبتو پېښو ته اندېښمن دی او خبرداری یې ورکړی، که بېړني اقدامات ونه شي، تر راتلونکي پسرلي به پنځه لکه نور کسان هم پر دې ناروغۍ مړه شي.