د طالبانو واکمني؛ د اسیې محرابي 'زما ذات' تازه سندره

Your browser doesn’t support HTML5

'زما ذات' د افغان سندرغاړې اسیه محرابي نوې سندره چې ښايي پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د یوې افغان ښځینه سندرغاړې لومړنۍ سندره وي.

'زما ذات' سندره تر ډېره په افغانستان کې د ښځو د وروستیو وضعیت بیانونکې هم ده.

اسیې په دې سندره کې د درې ښځینه شاعرانو شعرونه سره یوځای کړي دي.

د اسیې په خبره، موسیقي کله هم نه مري، که په افغانستان کې ورته نن سبا زمینه نه ده برابره، خو له هېواد بهر، شته داسې سندغاړي چې دې هنر ته کار وکړي.

هغه احساس چې په مشهوره وینا 'له زړه پورته کېږي، په زړه کیني' ځکه باور دا دی چې د نن کیسه ده او هره افغان ښځه په کې خپل د حال ننداره کولای شي.

اغلې محرابي د دې سندرې ویډیويي بڼه ازادي راډیو ته را لېږلې، دلته یې کتلی شئ: