د امریکا متحدو ایالاتونو د افغانستان د کنګل شوېو شتمنیو د خوشې کولو په اړه د طالبانو غوښتنه رد کړې او وايي چې طالبان لومړی باید مشروعیت ترلاسه کړي.
متحدو ایالاتونو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د څه کم لس میلیارډ ډالرو په ارزښت د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل کړې.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست پرون پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي: "واشنګټن ډېر پخوا دا خبره په ډاګه کړې وه چې که طالبان له پوځي لارې پر واک ولکه ټینګه کړي، نو امریکا به له افغانستان سره بشري مرستې وځنډوي."
5/5 The U.S. will continue to support the Afghan people with humanitarian aid. We%27ve provided $474 million this year, applaud the robust efforts of Allies & partners in this space, & are making every effort to help the UN & humanitarian actors scale up to meet needs this winter.
— U.S. Special Representative Thomas West (@US4AfghanPeace) November 19, 2021
ښاغلی وېسټ لیکلي دي چې همداسې وشول.
هغه زیاتوي، طالبان به هغه مهال مشروعیت او نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي چې د خپلو اقداماتو په وسیله د ترورېزم پر ضد مبارزې وکړي، ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي، د ټولو اقلیتونو او د انډول تعلیم او کار په ګډون د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.
طالبانو له متحدو ایالاتونو څخه دا غوښتنه په هغه پرانیستي لیک کې کړې ده چې د چهارشنبې په ورځ یې د امریکا کانګرس ته واستاوه.