پولنډ: له بېلاروسه د غیرقانوني کډوالو د راننوتو هڅې لاهم روانې دي

د بېلاروس او پولنډ ترمنځ ګډه پوله

د تېرې اوونۍ په پیل کې له بېلاروس څخه پولنډ ته د غیرقانوني کډوالو د ننوتو په تحرکاتو کې یو څه کمی راغلی و، خو پرون د پولڼد د سرحدي ګارډ ویاندې وویل چې دا هڅې لا هم روانې دي.

انا میښالسکا پرون د نوومبر په ۱۹مه نېټه په پلازمېنه وارسا کې خبریالانو ته وویل، دا هڅې چې د روان کال له لومړیو پیل شوي، تراوسه دوام لري: "پرون په سرحد کې له بېلاروسه پولنډ ته د غیرقانوني کډوالو د ننوتو ۲۵۵ هڅې وشوې. ۴۵ کډوالو ته حکم وشو چې ووځي او د درېیو کلونو لپاره بیا پولنډ او سیمې ته نه شي راتللی. په روانه میاشت کې ۳۶۰۰ او د ۲۰۲۱ کال له پیله ټولې ۳۵۴۰۰ دا ډول هڅې شوي دي."

پولنډ تور لګوي چې بېلاروس سلګونه کډوال په لاریو کې د پولنډ تر سرحده راولي

داسې نه ښکاري چې د پولنډ او بېلاروس په سرحد کې د کډوالو پر سر لانجه به ژر پای ته ورسېږي.

پولنډ تور لګوي چې بېلاروس سلګونه کډوال په لاریو کې د پولنډ تر سرحده راولي او بیا یې هڅوي چې په غیرقانوني ډول د پولنډ قلمرو ته ننوځي.

د بېلاروس مستبد واکمن الکساندر لوکاشینکا پرون له 'بي.بي.سي' سره په مرکه کې دا ومنله چې ښايي د ده له هېواده له دې غیرقانوني کډوالو سره مرسته شوې وي. هغه دا ادعاوې رد کړې چې ګنې هېواد یې له منځني ختیځ او نورو ځایونو څخه کډوال بېلاروس ته راولي، څو له اروپايي ټولنې سره د سرحد په اوږدو کې کړکېچ رامنځته کړي، خو ویې ویل امکان لري چې د بېلاروس د پوځ سرتېري به له کډوالو سره مرسته کوي ځکه د ده په وینا هغوی زړونه لري.

اروپايي ټولنه ادعا کوي چې بېلاروس د کډوالو له مسالې څخه د اروپايي ټولنې د بندیزونو په ځواب کې د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي او پولنډ وايي چې بېلاروس دا کار په یوه غیر انساني ډول او د جنایتکارانو په طریقه کوي.