پوتین: د افغانستان روانو تحولاتو اضافي امنیتي اقداماتو ته مجبور کړي یو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د افغانستان روانو تحولاتو مسکو دې ته مجبور کړی چې په خپلو جنوبي سرحدونو کې اضافي امنیتي اقدامات وکړي.

ښاغلي پوتین چې پرون پنج­شنبه‌یې په مسکو کې د بهرنیو چارو وزارت یوې غونډې ته خبرې کولې زیاته کړه، د دغو تحولاتو له کبله دا اړتیا لیدل کېږي چې روسیه د خپلو جنوبي سرحدونو، د مرکزي اسیا د هېوادونو او متحدانو خوندیتوب یقیني کړي.

د تاس خبري اژانس په حواله، ولسمشر پوتین زیاته کړه چې دغه اضافي اقدامات به په سیمه کې د ثبات له تضمین سره مرسته وکړي.

تر دې مخکې تاجکستان هم د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د خپلو پولو په اوږدو کې د احتمالي خطرونو په اړه خبرداری ورکړی و.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان چې په وار وار یې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی، له افغانستان سره د خپلو پولو د امنیت په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله کې د روسیې، ازبکستان او تاجکستان ګډ پوځي تمرینات

طالبانو پر افغانستان د ولکې تر ټینګولو میاشت وروسته د افغانستان په شمال له دې جملې تخار کې د خپلو ځانګړو ځواکونو د ځای پر ځای کولو او په کندز کې د خپل هوايي ځواک د بیا برحاله کېدو خبر ورکړی و.

روسیې په وروستیو کلونو کې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د تحرکاتو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې وه.

له کله چې طالبانو د اګسټ په نیمايي کې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه، داعش ډلې د ځینو خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی.

روسیه د افغانستان پر تحولاتو داسې وخت اندېښنه ښيي چې په واشنګټن کې د یوه تحقیقاتي مرکز غړي ویلي، په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونو طالبانو ته ګواښ پېښ کړی دی.

د ووډرو وېلسن څېړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا د څېړنو د څانګې متخصص مایکل کوګلمن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د داعش ډلې وروستیو حملو د طالبانو هغه ادعا چې په ټول افغانستان کې یې د امن د ټینګښت لپاره کړې وه، ناسمه ثابته کړې.

ښاغلی کوګلمن زیاتوي: "داعش ډله د طالبانو لپاره یوه لویه ستونزه کېدای شي، یو دلیل دا دی چې داعش ډله ښايي د طالبانو د هغو هڅو پر ضد ډېره اغېزناکه تمامه شي چې غواړي خپل حکومت ته داخلي مشروعیت ترلاسه کړي. طالبانو پر قدرت د ولکې له ټینګولو وروسته غوښتل خلکو ته څرګند پیغام ورکړي چې جګړه‌یې ختمه کړې او افغانستان ته‌یې امن راوستی، خو اوس چې داعش ډله سر اوچتوي، پر جوماتونو یا نورو نرمو اهدافو حملې کوي، دې کار د طالبانو هغه پیغام ډېر سخت زیانمن کړی دی."

طالبانو پر افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته ویلي و، داعش ډله کوم ګواښ نه‌شي پېښولی.

خو په افغانستان کې وخت ناوخت حملې کېږي چې د ځینو مسؤلیت د داعش ډلې خراسان څانګه مني، په دغو حملو کې تر ډېره طالبان په نښه شوي دي.

د طالبانو یو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې داعش ډله یو سرخوږی بولي، خو وايي دغه ډله تر ډېره ځپل شوې ده.

ښاغلی مجاهد وايي: ​"داعش یو سرخوږی دی، خو تهدید نه‌ګڼل کېږي، ځکه نه فزیکي حضور لري، نه‌یې کومه سیمه په لاس کې ده، نه جبهه لري، خو په پټه ځیني جنایتونه کوي چې مخنیوی یې اسان کار دی. په سلګونه کسان‌یې نیول شوي او په لسګونه نور یې وژل شوي دي."

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاینز په نیویارک کې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې پر مهال وویل، داعش ډلې په ټول افغانستان کې خپل فعالیت پراخ کړی دی.

طالبانو په وروستیو کې د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د داعش ډلې د مرکزونو پر خلاف د عملیاتو خبر ورکړی او ویلي یې دي د داعش ډلې ګڼ غړي یې نیولي او په نورو پسې پلټنه روانه ده.