سرې مياشتې ټولنې ته د طالبانو سپارښتنه: د سوالګرو د راټولولو لپاره طرحه جوړه کړئ

ارشیف، د جلال‌اباد ښار پر يوه واټ يوه سوالګره مور او ماشوم

د طالبانو حکومت د خپلې کابینې په لسمه غونډه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته لارښوونه کړې چې د نورو بنسټونو په همکارۍ د سوالګرو د اړتیاوو، سرپناه، خوراکي توکو او روغتیایي اسانتیاوو د تأمین او برابرولو لپاره یوه طرحه برابره او د رئیس‌الوزرا دفتر ته وسپاري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۶» ازادي راډیو ته وویل، دا پرېکړه ځکه شوې چې سوالګري په یوې حرفې بدله نه‌شي او هغه کسانو ته چې اقتصادي ستونزې لري، رسېدنه وشي.

ښاغلی مجاهد زياتوي: "دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې سوال کول یو مسلک جوړ نه‌شي ځکه چې دې وضعیت خلک ځورولي دي، د ټولنې یوه برخه چې سوال کوي وروسته په عادت بدلېږي، نو دوی باید په یوه ځای کې راټول شي، که دوی اقتصادي ستونزې ولري له دوی سره باید مرسته وشي او که دوی سوال کول خپل مسلک جوړ کړی وي، باید مخنیوی یې وشي."

ارشيف، د کابل پر يوه واټ يو سوالګر سړی

دا په داسې حال کې ده چې د کابل پر واټونو او سړکونو نن سبا د سوالګرو شمېر مخ په زیاتېدو دی، دوی وایي د کار او بار نشتوالي او اقتصادي ستونزو سوال کولو ته اړ ایستي دي.

۵۶ کلن بریالی وایي، مخکې خټګر و، خو د کار نشتوالي اړ کړ چې سوال ته کېني.

دی وایي د ۵ کسیزې کورنۍ سرپرست دی او له ځان پرته بل څوک کار ته هم نه‌لري.

بريالی وايي: "زه مخکې خټګر وم او له یوې مودې راپدېخوا بې‌کاره شوی یم، کار او بار نه‌شته، اوس دلته ناست یم چې خلک راسره مرسته وکړي، خو خلک هم بې‌وزله دي، څوک راته ۱۰ افغانۍ او څوک ۲۰ افغانۍ راکوي او زه هم د کور چاره پرې کوم."

ارشیف، د کابل ښار پر يوه واټ يوه سوالګره مور او ماشوم

دی وایي که د طالبانو حکومت د کار زمینه برابره کړي له دې کاره به لاس واخلي او نور به سوال نه‌کوي.

دا یوازې خټګر بریالی نه‌دی چې ژوند یې تریخ او اقتصادي وضعیت‌یې د لا بدېدو په حال کې دی، بلکې د ده په شان د نارینه‌وو او ښځینه‌وو په ګډون په لسګونه نور کسان هم شته چې د کابل پر بېلابېلو واټونو سوال ته ناست دي.

سوالګرو ښځو په دې سړه هوا کې، ان خپل کوچني ماشومان هم ځانونو سره کېنولي دي.

تر اوسه په هېواد کې د سوالګرو کره شمېره نه‌شته.

په افغانستان کې سوالګر یوازې د کابل او ولایتونو تر جادو پورې محدود نه‌دي، بلکې یو شمېر یې کوڅه په کوڅه د خلکو په کورونو ګرځي او مرسته غواړي.

ارشيف، د ميمنې ښار پر يوه واټ يو سوالګر سړی

د پلازمېنې او یو شمېر ولایتونو له کوڅو د سوالګرو راټولولو خبره په تېرو حکومتونو کې هم مطرح شوې وه، تر دې چې د دې ستونزې هواري لپاره د سوالګرو راټولولو ځانګړی کمېسیون هم جوړ شوی و، خو کومه پایله‌یې نه‌درلوده.

اوس چې د طالبانو حکومت په دې برخه کې اقدام کړی دی، ولیدل شي چې دوی به څومره بریالي شي.