افغانستان کې د نا امنیو او وژنو دوام؛ طالبان: د تېر پرتله امنیت سل سلنه خوندي دی

طالبان د سردار محمد داود خان د روغتون مخ ته

د طالبانو د حکومت تر ټولو مهمه ژمنه د ټولیز امنیت راوستل او د خلکو خوندیتوب و، خو ښکاري چې په دې برخه کې له ننګونو سره مخ دي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم، داعش د یو لوی ګواښ په توګه ځان مطرح کړی او دا ډله توانېدلې له کوچنیو بریدونو ورهاخوا په ۵ ځایونو کې خونړۍ حملې هم وکړي.

د اګسټ په ۲۶مه د کابل پر هوايي ډګر برید چې په‌کې ۱۷۰ تنه ووژل شول او نږدې ۱۵۰ نور ټپیان شول.

د اګست په ۲۶مه د کابل پر هوايي ډګر برید چې په کې ۱۷۰ تنه ووژل شول

د اکټوبر په ۳مه د کابل د عیدګاه جومات ترمخه ځانمرګی برید چې په‌کې ۸ تنه ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

د اکټوبر په ۸مه د کندز د سیداباد جومات دننه ځانمرګی برید چې په‌کې ۵۰ تنه ووژل شول او له ۱۰۰ زیات ټپیان شول، د همدې میاشتې په ۱۵مه د کندهار په فاطمیه جومات کې وسله‌و‌ال برید چې په‌کې ۴۷ تنه ووژل شول او ۹۰ تنه نور ټپیان شول.

او د نومبر په ۲مه په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون برید چې په‌کې ۲۵ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د سردار محمد داوود خان په روغتون برید چې په‌کې ۲۵ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

له دې پرته په کندهار، کندز، ننګرهار، کونړ، پروان او ځینو نورو ولایتونو کې یو شمېر نورې چاودنې هم شوي چې په‌کې طالبان او یا هم ملکیان په نښه شوي دي.

یوازې د جمعې ورځې راهیسې په ننګرهار او کابل کې د چاودنو له امله لږ تر لږه ۹ تنه وژل شول او نږدې ۲۰ نور ټپیان دي.

د شنبې په ورځ پکتیا کې دوه ښځې چې د کابل د شکردرې اوسېدونکې وې، په مرموز ډول په ډزو ویشتل شوي او په پروان کې هم یو پخوانی پوځي ډګروال په نښه شوی دی.

طالبانو دا وژنې تأیید کړې دي.

خو له دې ټولو سره سره د طالبانو حکومت وايي، د تېر په پرتله‌یې امنیت سل سلنه خوندي کړی او د مرګ‌ژوبلې شمېره‌یې صفر ته راښکته کړې.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډیو سره خبرو کې د روانو نا امنیو لامل تېره جګړه او تر خوا یې شخصي تربګنۍ بولي.

د طالبانو مرستبال ویاند احمدالله وثیق

ښاغلی وثیق زیاتوي: "زه په زغرده ویلی شم چې د پخوا پرتله اوس په کابل ښار او اطرافو کې امنیتي پېښې ډېرې کمې دي. کله چې کومه پېښه کېږي، دا په هغو هېوادونو کې چې بشپړ امنیت وي او کلونه کلونه جنګ نه‌وي شوی او اشغال نه‌وي تېر شوی، هلته هم داسې پېښې کېږي."

په وروستیو نا امنیو او چاودنو کې د افغانستان یو شمېر فعاله قشر هم په نښه شوی چې خبریالان هم په‌کې دي.

د کابل په دشت برچي سیمه کې د پرونۍ چاودنې یو قرباني هم خبریال حمید سیغاني و.

هغه په افغانستان کې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی و او تر خوا یې مېرمن فوزیه وحدت هم خبریاله ده.

د کابل په دشت برچي سیمه کې د پرونۍ چاودنې یو قرباني هم خبریال حمید سیغاني و.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دا تېرو نږدې دوو میاشتو کې دوهم خبریال دی چې وژل کېږي.

له دې وړاندې په ننګرهار کې د اکټوبر په دوهمه خبریال سید معروف سادات په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو.

په ننګرهار او کابل کې د وروستیو چاودنو مسؤلیت چا نه‌دی منلی، خو هغه ډول چې د جمهوري نظام په وروستیو میاشتو کې مرموزو وژنو او د مقناطیسي ماین چاودنو زور واخیست، خو پړه‌یې چا نه‌منله. هغه مهال حکومتي چارواکو دې ډول پېښو کې طالبان په لاس لرلو تورنول.

خو اوس‌مهال که څه هم د ځینو هغو چاودنو مسؤلیت چې مرګ‌ژوبله یې زیاته ده، پړه‌یې داعش منلې، خو طالبانو په ځلونو دا خبره تکرار کړې چې حکومت ته‌یې دا ډله ګواښ نه‌دی.