طالبان: پاکستان منلې چې له لارې یې هند سره راکړه ورکړه وکړو

د پاکستان او هند ترمنځ ګډه پوله

د طالبانو جګپوړی ډپلومات مولوی امیرخان متقي وايي، اسلام اباد ورسره منلې ده چې افغانستان ته به د پاکستان له لارې له هند سره د راکړې ورکړې اجازه ورکوي.

د روان کال د زمري په ۲۴مه نېټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له اسلام اباد سره د طالبانو د اړیکو په اړه شکونو ته په پام سره د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې ساړه شول.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چې د اسلام اباد په رسمي بلنه د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته ولاړ پرون د لړم په ۲۱مه، د دې هېواد له صدراعظم عمران خان سره هم وکتل.

ښاغلي متقي له دې کتنې وروسته ماښام مهال په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د افغان کډوالو او سوداګرو له استازو سره د لیدنې پر مهال د سیمه ییزو اړیکو د اهمیت په اړه وویل، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان امن دی، نو ځکه ده له ښاغلي عمران خان سره په پرونۍ کتنه کې دا غوښتنه وکړه.

ښاغلي متقي وویل، لکه څنګه چې افغانستان منځنۍ اسیا ته د پاکستاني سوداګرو د مالونو د ټرانزیټ امکان برابروي همداسې غواړي چې پاکستان هم د هند او افغانستان تجارتې راکړې ورکړې ته لاره اواره کړي.

متقي وویل، پاکستان ومنله چې د دې هېواد له لارې له افغانستان سره د هند د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستې ټرانزیټ ته اجازه ورکړي: "دوی وعده راسره وکړه چې د افغانستان مالونه به د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته تلای شي. له ګوادره استفاده کولای شو، هندوستان ته به مو مالونه تلای شي، د واګې له بندره به هم استفاده کېږي. پنځوس زره ټنه غنم چې هندوستان له افغانستان سره د مرستې وعده کړې وه دا خبره مو هم ورسره وکړه چې پاکستان دې د واګه بندر له لارې اجازه ورکړي او جناب صدراعظم صاحب ومنله."

متقي وايي، پاکستان ومنله چې له لارې یې له افغانستان سره د هند د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستې ټرانزیټ ته اجازه ورکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې تایید کړې چې عمران خان له امیرخان متقي سره په کتنه کې د خپل هېواد له لارې افغانستان ته د هند د مرستې د غنمو ټرانزیټ ته اجازه ورکړې ده.

په داسې حال کې چې تراوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی ښاغلي متقي وویل، هېوادونه له دوی سره راشه درشه او تعامل کوي خو ده پرته له دې جزییات ورکړي زیاته کړه چې د نړۍ هېوادونه ښايي د ځینو نزاکتونو له کبله د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

متقي زیاته کړه: "ما خلک پوښتي چې چا به په رسمیت نه یئ پېژندلي، زه ورته وایم چې رسمیت وايي څه شي ته؟ له موږ سره تعامل رسمي دی، چلند رسمي دی، راشه درشه رسمي ده، ډپلوماتیک اصول ټول مراعاتېږي، خو همدا رسمیت دی. دا بېله خبره ده چې څوک به څه نزاکتونه پالي او څوک به څه نزاکتونه پالي."

متقي داسې مهال اسلام اباد ته سفر کوي چې د طالبانو حکومت په نړیوال ډګر کې د رسمیت له بحران سره مخامخ دی.

د پاکستان او قطر په ګډون چې د طالبانو نژدې متحدان دي تر متحدو ایالاتونو، اروپايي ټولنې، چین او روسیې پورې د نړۍ تقریبا اکثر هېوادونو ویلي چې د طالبانو حکومت به تر هغه وخته په رسمیت ونه پېژني چې طالبان د نجونو تعلیم او د افغانستان د خلکو نورو اساسی حقونو ته درناوی ونه کړي.